د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ جمعه فبروري ۲۱ ( کب درییمه) ویلي چې په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین او د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي باید سره مذاکره وکړي.
د ښاغلي ټرمپ تازه څرګندونو څخه معلومیږي چې د اوکراین د جمهور رئیس په هکله یې نظر بدل شوی ځکه چې تر دې وړاندې یې زیلینسکي "دیکتاتور" بللی و.
د اوکراین مشر شکایت کاوه چې پدې هیواد کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکایي او روسي چارواکو تر منځ له خبرو ایستل شوی.
جمهور رئیس ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، "جمهور رئیس پوتین او جمهور رئیس زیلینسکي باید جوړ راشي ځکه تاسو پوهیږئ ، مونږ غواړو چې د میلونونو کسانو مړینه بنده کړو".
مخکې زیلینسکي انتقاد کړی و چې ولې په سعودي عربستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ ملاقات کې کیف ته بلنه نه وه ورکړل شوې.
د متحدو ایالتونو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو مارکو روبیو او سرګي لاوروف د سه شنبې په ورځ په ریاض کې خبرې وکړې او توافق یې وکړ چې د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره مذاکره کوونکې ډلې معرفي کړي.
زیلیسنکي ادعا وکړه چې ټرمپ د روسیی تر "نفوذ" لاندې دی. ټرمپ بیا زیلیسنکي "یو دکتاتور چې انتخابات نه غواړي" وباله او هغه یې د جګړې د پیل مسول وګاڼه.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس همدارنګه هیله څرګنده کړه چې کیف ښایي ډیر ژر د واشنګټن سره یو تړون لاسلیک کړي چې پدې هیواد کې د کانونو ذخیرو ته د نورو هیوادونو په پرتله امریکا ته برتري ورکړل شي.
جمهور رئیس ټرمپ غواړي چې کیف د هغو میلیاردو ډالرو په بدل کې چې د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس جو بایډن کیف ته د روسیې پر ضد جګړې کې ورکړي، اوس امریکایي شرکتونو ته اجازه ورکړي چې په اوئتتتتتکراین کې طبیعي زیرمو ته لاسرسی ولري.
خو اوکراین بیا په بدل کې د متحده ایالاتو څخه د خپل امنیت ضمانت غواړي او تر اوسه یې د امریکا دا غوښتنه نده منلې او د جمعې په ورځ یې وویل چې "عادلانه نتیجه غواړي".
سره لدې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس تر دې وړاندې د فاکس نیوز سره په مرکې کې ویلي و چې د امریکا – روسیې تر منځ په خبرو کې د زیلینسکي ورګډول مهم ندي خو تازه یې ویلی چې پوتین او زیلینسکي باید په کیف کې د جګړې پای ته رسولو لپاره په ګډه کار وکړي.
تر دې وړاندې د اوکراین جمهور رئیس ویلي و چې ډونالډ ټرمپ کولی شي د روسیې جمهور رئیس د جګړې پای ته رسولو لپاره وهڅوي خو ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې د موافقې کولو لپاره په پوتین فشار نشته.
جمهور رئیس ټرمپ زیاته کړه، " هغه ( پوتین) مجبور ندی چې موافقه وکړي ځکه که هغه غوښتلی، ټول هیواد ( اوکراین) به یې نیولی وی".
دا تازه انکشافات داسې مهال شوې چې ټاکل شوې د بریتاینې او فرانسې مشران راتلونکې اوونۍ په سپینې ماڼۍ کې د جمهور رئیس ټرمپ سره وګوري. ټرمپ ایمانیول مکرون او کییر سټارمر تورن کړی چې په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره یې ډیر څه ندي کړي.
د فرانسې مشر ویلي چې د امریکا جمهور رئیس ته به ووایي چې د پوتین سره په خبرو کې باید قوي اوسي.
فورم \ دبحث خونه