د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ لومړنۍ ټسټ سیالي له هند سره کوي


د افغانستان کرکټ بورډ وايي له هند سره یې د کرکټ په برخه په پنځو نورو مسایلو هم موافقه کړې ده
د افغانستان کرکټ بورډ وايي له هند سره یې د کرکټ په برخه په پنځو نورو مسایلو هم موافقه کړې ده

د هند کرکټ بورډ دا خبره تاید کړه چې له افغانستان سره د ټسټ لوبه کوي.

د هند کرکټ بورډ سرپرست امیتاب چوهدري د دوشنبې په ورځ ( ډسمبر۱۰) په نوي ډیلي کې دا اعلان وکړ. هغه وویل چې افغانستان له ډېره وخته دا غوښتنه لرله او هند هم ومنله.

​د هند د کرکت بورډ اجرايي مشر راهول جو هري هم په خپل رسمي ټویټر پاڼه کې لیکلي چې هند به له افغانستان سره د ټست لوبه کوي او هغوې ته به د ټسټ نړۍ ته ښه راغلاست ووايي.

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل امریکا غږ اشنا ته وویل چې د دغې لوبې دقیق ځای او دقیقه نېټه به د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډونو په ګډ کنفراسن کې ژر اعلان شي. ښاغلي مشعل وویل چې له هند سره یې د کرکټ په برخه کې په پنځو نورو مسایلو هم موافقه کړې ده، خو په اړه یې جزیات ورنکړل.

ویل کیږي چې شاید د افغانستان او هند ترمنځ د ټسټ دغه لوبه د ۲۰۱۸ کال په وروستیو میاشتو کې وشي. ښاغلي مشعل وویل چې افغانستان هیله لرله چې خپله د ټسټ لومړنۍ سیالي له هند سره وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل په ټویټر کې هند څخه مننه کړې ده.

تر دې مخکې ویل شوي وو چي زمبابوې به له افغانستان سره د ټست لوبه کوي، خو زمبابوې ویلي چې دوې ټول پام د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراي سیالیو ته اړولی او له افغانستان سره د ټسټ لوبه نشي کولی.

د کرکټ نړیوالې شورا سږکال افغانستان او ایرلنډ ته د ټسټ لوبو امتیاز ورکړ، ایرلنډ د ۲۰۱۸ کال په لومړیو میاشتو کې له پاکستان سره د ټسټ لوبه لري.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG