د لاس رسي وړ اتصالات

د حضرت الله په غوره لوبې افغانستان آیرلنډ ته ماتې ورکړه


حضرت الله ځاځي پخپلې دویمې نړیوالې لوبې کې ۷۴ منډې وکړلې.
حضرت الله ځاځي پخپلې دویمې نړیوالې لوبې کې ۷۴ منډې وکړلې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د آيرلینډ لوبډلې ته په لومړنۍ شل اوریزې لوبې کې د شپاړلسو منډو په توپیر ماتې ورکړله. د افغانستان لپاره په توپ وهنې کې تر ټولو غوره لوبه حضرت الله ځاځي وکړله.

ځاځي پدې لوبې کې په ۳۳ توپونو ۷۴ منډې وکړلې چې شپږ یې شپږیزې او اته یې څلوریزې وې. دا د حضرت الله ځاځي دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه وه. هغه خپله لومړنۍ لوبه په ۲۰۱۶ کال کې د عربي متحده اماراتو د لوبډلې په خلاف کړې وه.

د باران په خاطر لوبه د شلو اورونو پر ځای اتلس اورونو ته کمه شوه. په توپ اچونې کې راشد خان درې لوبغاړي وسوځول. آفتاب عالم او مجیب الرحمان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان د آیرلنډ د لوبډلې سره درې شل اوریزې او درې پنځوس اوریزې لوبې لري. د دواړو لوبډلو تر منځ دویمه د شلو شلو اورونو لوبه د چارشنبې په ورځ د اګست د میاشتې په ۲۲ مې ده.

XS
SM
MD
LG