د لاس رسي وړ اتصالات

کابل: د اسلام‌آباد له خوا پر طالب مشرانو د بندیزونو د تطبیق چارې څارو


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان حکومت پر طالب مشرانو باندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د پرېکړه لیک د تطبیق په اړه د پاکستان اقدامات تعقیبوي او څارنه یې کوي.

دغه وزارت د سې‌شنبې په ورځ د اګست ۲۵ (وږي څلورمه) په یو بیان کې ویلي چې په دې اړه یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه په هراړخیز ډول بررسي کړې ده.

د دغې اعلامیې په اساس د پاکستان حکومت د طالبانو اړوند افرادو او ډلو باندې د سفر کولو د محدودیت، د وسلو د بندیز او د مالي منابعو د کنګلولو ژمنه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ټولو پریکړه لیکونو په ځانګړي ډول د هغو مصوبو چې د تروریستي فعالیتونو د تمویل او تجهیز د سرچینو د قطع کېدوه لامل کېږي او د جګړې او د وینې د تویېدو مخنیوی کوي، تطبیق او تحقق د ټولو دولتونو لپاره الزامي دي".

افغان حکومت ویلي چې کابل د ملګرو ملتتونو د دغو پریکړه لیکونو عملي کولو ته ژمن دی او له اسلام‌آباد څخه یې هم غوښتي چې په دې برخه کې خپل نړیوال مسولیت په بشپړ ډول ادا کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تروریزم د تجهیز او مالي سرچینو وچول، په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګولو په برخه کې د سیمې او نړۍ په کچه د روانو هڅو لپاره ګټور اقدام بللی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملاعبدالغني برادر په ګډون پر یو شمیر طالب مشرانو باندې د بندیزونو د تطبیق په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له اعلان څو ورځې وروسته، ملا برادر پاکستان ته سفر کړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د یکشنبې په ورځ د اګست ۲۳مه (وږي دویمه) وویل، چې ملا عبدالغني برادر د پاکستان په رسمي بلنه د یو لوړپوړي طالب پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG