د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د حکومت وسله والو مخالفینو نوی ائتلاف جوړ کړی دی 


په اسلام آباد کې د سولې د مطالعاتو د انسټېټیوټ مشر د وسله والو ائتلاف د پاکستان د ملي امنیت لپاره یوه اندېښنه بولي
په اسلام آباد کې د سولې د مطالعاتو د انسټېټیوټ مشر د وسله والو ائتلاف د پاکستان د ملي امنیت لپاره یوه اندېښنه بولي

په پاکستان کې د وسله والو ډلو د ائتلاف سره د نورو ډلو او جنګیالیو د یوځای کېدو خبر ورکړل شوی. دغه ډلې وایي چې دوي به په ګډه په پاکستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

تحریک پاکستان طالبان (ټي ټي پي) چې په پاکستاني طالبانو شهرت لري د دوشنبې په ورځ، اګست ۱۷مه اعلان کړی چې رهبري یې د ټولو وسله والو ډلو د انسجام لپاره کار کوي څو دوي د یوې واحدې جبهې په جوړولو سره پاکستان کې "غیراسلامي سیسټم" له منځه یوسي.

پاکستاني طالبانو ویلي چې د جماعت الاحرار او حزب الاحرار ډلو د ټي ټي پي له مشر مفتي منظور عاصم سره چې په نور ولي محسود شهرت لري، بیعت کړی دی.

د امریکا متحدو ایالتونو پاکستاني طالبان او د حماعت الاحرا ډله د امریکا ګټو ته د زیان رسولو او له القاعده ډلې سره د اړیکو له کبله د نړیوالو ترهګر په لیست کې شامل کړي دي.

د جماعت الاحرار ډله په ۲۰۱۴ کال کې له ټي ټي پي څخه جلا شوه. دغې ډلې په پاکستان کې د ګڼو بریدونو مسؤلیت منلی دی.

د پاکستان حکومت تراوسه پورې له ټي ټي پي سره د دوو نورو وسله والو ډلو د ائتلاف په اړه تبصره نده کړې.

یو استخباراتي چارواکي امریکا غږ ته ویلي چې د وسله والو پر ضد اقداماتو او د امنیتي تدابیر په لړ کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د غیرقانوني تګ راتګ مخه نېول شوې او د ټي ټي پي بریدونه ټکني شوي دي.

دغه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې "ترهګر لدې وروسته په پاکستان کې لویې غونډې جوړولې نشي."

په اسلام آباد کې د سولې د مطالعاتو د انسټېټیوټ مشر محمد امیر رعنا د وسله والو ائتلاف د پاکستان د ملي امنیت لپاره یوه اندېښنه بولي.

د رعنا په وینا "ټي ټي پي کولی شي چې خپلو ترهګریزو فعالیتونو ته زور ورکړي په خاص ډول د پنجاب او بلوچستان په ځېنو ولسوالیو کې چېرې چې جماعت الاحرار او حزب الاحرار ډلې فعالې شبکې لري."

پاکستاني چارواکي وایي چې د ټي ټي پي ګڼ شمېر غړو په افغانستان کې پناه اخېستې ده.

د افغانستان حکومت ټینګار کوي چې پوځیان یې له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې له خاورې نه یې د ګاونډیانو پر ضد استفاده وکړي.

چارواکي هغه ادعاګانې بې اساسه بولي ګواګې افغان امنیتي ارګانونه په پټه له پاکستاني وسله والو څخه ملاتړ کوي. کابل، اسلام آباد د افغان طالبانو په ملاتړ تورنوي.

XS
SM
MD
LG