د لاس رسي وړ اتصالات

نړۍ کې تر ټولو زیات خبریالان افغانستان کې په کرونا اخته شوي ـRSF


نږدې ۷۰ تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د کرونا پر وبا اخته شوي.
نږدې ۷۰ تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د کرونا پر وبا اخته شوي.

د بې پولې خبریالانو سازمان " ارایس ایف" وايي نږدې ۷۰ افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د کرونا پر وبا اخته شوي دي.

افغان خبریالان یوازې د تاوتریخوالي د پیښو قربانیان نه دي، بلکې هغوی د کرونا د وبا د ګواښ سره هم لاس او ګریوان دي.

د" ارایس ایف" سازمان د معلوماتو له مخې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وري د اتمې ورځې راهیسې تراوسه لږ تر لږه ۷۰ افغان خبریالان او د رسنیو همکاران د کرونا د ویروس پر ناروغۍ اخته شوي دي.

یاد سازمان وايي ډېر افغان خبریالان د مالي امکاناتو د نشتون او روغتیايي خدمتونو ته د نه لاس رسي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

تراوسه د کرونا له کبله د اریانا تلویزیون ډرایور سلیمان یوسفي او د ننګرهار د ملي راډیو تلویزیون خبریال نصیراحمد ساپی مړه شوي دي.

" ار ایس ایف" وايي د نورۍ نړۍ پرتله په افغانستان کې زیات خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

دا سازمان وايي یوازې په کابل کې ۵۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په کرونا اخته شوي دي.

د دغو ناروغانو له ډلې یو ناروغ " ارایس ایف" ته ویلي چې پر کرونا د اخته کیدو وروسته ورسره نه کومې رسنۍ، نه د رسنۍ د ملاتړ کومې ادارې او نه هم افغان دولت مرسته کړې ده.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان " ارایس ایف" په افغانستان کې د اطلاع رسونې د بهیر د دوام لپاره پر افغان حکومت او د رسنیو ملاتړ ادارو غږ کوي چې د افغان خبریالانو مرستې ته ورودانګي.

د افغان خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی

د بې پولې راپورورکوونکو سازمان "ارایس ایف" په افغانستان کې د تاوتریخوالي په پیښو او د کرونا پر وبا د افغان خبریالانو په مړینه ژوره اندیښنه څرګنده کړې او د هغوی د خوندیتوب غوښتنه یې کړي.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان "ارایس ایف"د پنجشنبې د ورځې جون ۴ (غبرګولي ۱۵) په یوه اعلامیه کې ویلي چې تیره اونۍ په افغانستان کې د افغان خبریالانو لپاره یوه مرګوني اونۍ وه.

دغه سازمان د خورشید د تلویزیون د کارکوونکو د سپرلۍ د موټر په مخ کې چاودنه چې د دغه تلویزیون یو خبریال او یو تخنیکي همکار په کې ووژل شو او هم د کرونا د وبا له امله د یو خبریال او د رسنۍ د یو همکار مړینې یادونه کړې او ویلي دي چې باید د تاوتریخوالي په پيښو او هم د کرونا د وبا له امله د خبریالانو د ژوند خوندیوب لپاره جدي اقدامات وشي.

"ارایس ایف" وايي چې د خورشید د تلویزیون د کارکوونکو د سپرلۍ په موټر په برید کې د دغه تلویزیون یو خبریال زمری امیري او د تلویزیون تخنیکي همکار شفیق الله ذبیح ووژل شو او د دغه تلویزیون د ښځینه خبریالې مدینه مروت په ګډون څلور تنه نور ټپیان شول.

میرمن مروت وايي" ځو دقیقې وروسته له هغې چې موټر حرکت وکړ چاودنه وشوه، یوه زوروره چاودنه وه چې موټر یې له سړک څخه بې ځایه کړ. مونږ ټول له خپلو څوکیو پریوتو. یوه شیبه کې مې خپل همکار په وینو لیت ولید. نور په څه پوه نه شوم. د غوږ او سترګې درد مې همداسې لا دوام لري".

دا چاودنه د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د غبرګولي د میاشتې په لسمه مازیګر مهال د خورشید تلویزیون سره نږدې شوې وه.

د اسلامي دولت یاداعش ډلې د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

په فرانسه کې د بې پولې راپورورکوونکو سازمان "ارایس ایف" د افغانستان او ایران د څانګې مشر رضا معیني د دې پیښې په اړه ویلي" مونږ په جدي توګه د دې برید د څیړنې غوښتنه کوو، ترڅو د برید عاملین وپیژندل شي او د قانون منګلو ته وسپارل شي او ورته سزا ورکړل شي.

افغان دولت باید د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي ته خپله نه پاملرنه او هم د هغو اقداماتو څخه چې له امله یې د اطلاع رسونې پر کارکوونکو باندې عاملین بخښل کیږي پای ته ورسوي".

دا د خورشید پر تلویزیون باندې لومړی برید نه دی. تیر ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري په ۱۳ مه هم د دغه تلویزیون د کارکوونکو پر موټر باندې برید شوی وو چې د خورشید تلویزیون څوتنه کارکوونکي په کې ټپیان شوي وو.

XS
SM
MD
LG