د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا ویروس پراخېدو په اړه د امرالله صالح خبرداری


د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح
د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، افغانستان د کرونا ویروس خطر له امله د ناورین حالت ته په نژدې کېدو دی.

ښاغلي صالح نن سې شنبه جون دوهمه (غبرګولې۱۳) د کروناویروس په وړاندې د افغان حکومت د مبارزې په اړه معلوماتي پیغام کې ویلي چې په هیواد کې د کرونا ویروس په بیساري کچه د پراخېدو په حال کې دی.

امرالله صالح زیاته کړه چې د علمي وړاندوینو له مخې ټاکل شوې افغانستان په راتلونکو دوو میاشتو کې له ډير بد وضعیت سره مخ شي.

هغه وویل چې افغان حکومت د دغه ویروس د مخنیوي په برخه کې له خپلو ټولو امکاناتو څخه استفاده کوي، خو وايي خلک هم باید له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "په کور دننه او له هیواد څخه بهر اټکلونه... او علمي وړاندوینې ښيي چې افغانستان به په راتلونکو دوو میاشت, کې د دې ویروس د پراخېدو له سرسامېدونکو حالت سره مخ شي، بدبختانه."

ښاغلی صالح وايي، که خلک د عامې روغتیا وزارت وقایوي او روغتیايي لارښوونې مراعت کړي، له بېځایه او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې له ګرځېدو څخه ډډه وکړي د دغه ویروس پراخېدو کچه راټیټېدای شي.

د ولسمشر غني لومړی مرستیال وايي، که چیري افغانان وکولای شي د راتلونکي زمري میاشتې تر نیمايي پوري د کرونا ملا ماته کړي او په دغه ویروس د اخته کېدو شمير را کم شي ډير احتمال شته چې د کال تر پایه افغانستان له دغه ویروس څخه خلاص شي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې افغان حکومت په راتلونکو څو اونۍ کې پلان لري چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د بېړنیو مرستو په لړ کې د کار په بدل کې د پیسو او خوراکي موادو د بستو وېشلو بهیر پيل کړي.

د ولسمشر غني لومړی مرستیال پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د کرونا ویروس له امله په افغانستان کې د بېکارۍ او بېوزلۍ کچه د زیاتېدو په حال کې ده.

تیره ورځ د ژغورنې نړیوالې کمیټې هم ویلي چې په افغانستان کې د کروناویروس ډېر چټک خپریږي او شاید دا هیواد «د بشري ناورین» سره مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان روغتیا وزارت نن سې شنبه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې په کرونا ویروس د ۷۵۹ تنو د اخته کېدو او ۵ نورو د مړه کېدو خبر ورکړ.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس تر دامهاله په افغانستان کې ۱۶۵۰۹ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۲۷۰ نور مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG