د لاس رسي وړ اتصالات

کابل اُبر نه خو بُبر لري


په کابل ښار کې د لومړي ځل لپاره د ټکسي خدمات آنلاین شول.

د ټلیفون له لارې د ټکسي خدماتو لړۍ Uber په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا په سانفرنسسکو ښار کې پیل کړه، او دا دې په ۲۰۱۸ کال کې د دغه نوښت لمن کابل ښار ته هم وغځیده.

د کابل د آنلاین ټکسي خدماتو اپلکیشن (بُبر) نومېږي او د افغان هولدینګ ګروپ خصوصي شرکت له خوا جوړ شوی دی. ​

بُبر اپ پر آیفون او نورو ځیرکو ټلیفونونو کارول کیدلې شي او په اپ سټور په وړتیا ترلاسه کیداې شي.

د (بُبر) کاروونکي به ډېر په امن سفر کوي.
د (بُبر) کاروونکي به ډېر په امن سفر کوي.

کابل ښاریان د بُبر اپ په کارولو کولی شي خپل موقعیت ته ټکسي وغواړي.

دا اپلېکيشن ځينې نورې ښېګڼې هم لري.

امنیت

د بُبر کارونکي کولی شي چې کله د کور نه ټکسي کې حرکت کوي، خپلو ملګرو ته د خپل موقعیت سيمه شېبه په شېبه وروښيي چې چېرې رسېدلي. د دې اپلیکیشن د جوړونکو په خبره د مسافرو د موقعیت سيمه ان هغوی ته هم نه معلومېږي او یوازې د مسافر او د هغه ملګري ته ښکاري. بل دا چې هغه ټکسی موټران چې د دې اپلیکیشن خدماتو کې شاملېږي لومړی له چلوونکو نه یې ضمانت اخیستل کېږي بیا له هغوی سره راجستر کېږي. په افغانستان کې د امنيتي ګواښونو له امله ځينې کسان په ډاډه زړه سفر نشي کولی او که دا خدمتونه عام شي له امنیتي پلوه به خلکو ته لویه اسانتیا وي.

د اپلیکیشن جوړونکي وايي ضرور نده چې مسافرین له ځانه سره نغدې پیسې ولري. هغوی کولی شي په انلاین توګه چلونکي ته پیسې ولېږدوي.

که څه هم د (بُبر) ټیکسیانو کې تر اوسه کرایه نده معیاري شوې خو جوړونکي یې وايي چې په نږدې راتلونکې که به د کرایې معیاري کول په خپلو خدماتو کې ګډ کړي. په افغانستان کې د ټکسانو کرایه معیاري نده او موټروان او مسافر چې په هر څو سره جوړ شول معامله کوي.

د بُبر جوړونکي وايي د اپلیکیشن په جوړولو کې یې د (blockchain) ټکنالوژي کارولې. چې د سایبري امنیت له اړخه د ډاډ وړ ګڼل کيږي.

د افغان هولدینګ ګروپ خصوصي شرکت چې یاد اپلیکیشن یې جوړ کړی لمړی د ټکسي چلوونکو ته چې په یاد اپلیکیشن کې ثبت شوی ځانګړي تمرینونه ورکوي او خپلو خدماتو په بدل کې ورنه کمیشن اخلي.

هغوی دا هم وايي چې یوه ستونزه یې دا ده چې په کابل ښار کې ټولې سيمې ندي نومول شوی نو له دې کبله هغوی اړ دي د بُبر د کارولو په وخت کې چې جې پي اس وکاروي.

XS
SM
MD
LG