د لاس رسي وړ اتصالات

مالیې وزارت: ملي عواید ۱۰میلیارده افغانۍ زیات شوي


د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د روان ۱۳۹۸مالي کال له پیل څخه یې تر دا مهاله له ملي عوایدو څخه ۱۶۰میلیارده افغانۍ راټولې کړي، چې د تېر کال همدې مودې ته پکې ۱۰ میلیارډه افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.

دغه وزارت وايي، چې تېر کال په همدې موده کې له ملي عوایدو څخه ۱۵۰ میلیارډه افغانۍ راټولې شوي وې.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د یکشنبې په ورځ د نومبر پر ۳مه د «لړم پر۱۲مه» امریکا غږ ته وویل، چې د یادو پیسو له جملې نه یې ۶۶میلیارډه افغانۍ له ګمرکاتو او پاتې ۹۴میلیارډه یې له مالیاتي او غیر مالیاتي سرچینو څخه راټولې شوي دي.

هغه وویل:"تر نن پوري ۱۶۰ میلیاره افغانۍ را ټولې شوي، دا د تیر کال همدا وخت په پرتله ۱۰ میلیارده زیاتې دي، له دې څخه ۶۶ میلیارده یې د ګمرکاتو، او ۹۴ میلیارده د مالیاتي او غیر مالیاتي سرچینو څخه راټولې شوي."

د افغانستان د روان مالي کال ختمېدو ته ۴۵ ورځې پاتې دي، چې د نوموړي په وینا هڅه کېږي، په دغه موده کې د بودجې د ملي سند هدف هم پوره کړای شي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې تر دا مهاله د روان مالي کال ۶۲سلنه بودجه هم مصرف شوې ده.

نوموړي د عوایدو د زیاتوالي لامل له فساد سره مبارزه، د مالیې وزارت، والیانو او خصوصي سکټور ترمنځ همغږي یاده کړل.

هغه وویل:"تر ټولو ښه عامل یې دادی، چې موږ له زورواکو او فساد سره مبارزه ډېره جدي نیولې ده،په ګمرکاتو کې مو ډېر سخت اقدامات کړي دي،مفسدې کړۍ د ملي امنیت، څارنوالۍ او مالیې وزارت لخوا ژر تر ژره پيژندل کېږي او نیول کېږي."

د افغانستان د مالیې وزارت د ویاند د معلوماتو له‌مخې تېر کال ۱۸۹ میلیارډه افغانۍ راټولې شوي وې، چې د نوموړي په وینا روان مالي کال هڅه کېږي، چې دغه کچه تر ۲سوه میلیارډه لوړه شي.

XS
SM
MD
LG