د لاس رسي وړ اتصالات

د نورستان "نجونې" په خپل ولایت کې پوهنتون غواړي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د نورستان ولایت یو شمېر مېرمنې او نجونې وايي که پوهنتون ورته جوړ شي په اسانۍ سره به زده کړه وکړي او ښځې یې هم تعلیم یافته شي.

نورستان اوس د نیمه لوړو زده کړو لپاره یواځې یو دارلمعلمین لري، که څه هم نارینه یې په نورو ولایتونو کې هم پوهنتون لوستلی شي، خو ځینې نجونې او مېرمنې یې وايي د لوړو زده کړو سترې هېلې یې په خپل ولایت کې نه پوره کیږي.

دوی وايي نورو ولایتونو ته د لوړو زده کړو لپاره په اسانۍ نه شي تلای او نورستان کې دننه پوهنتون نه لري، ځکه که ډېره توره وکړي تر څوارلسمه پورته نه شي تلای.

نادیه په مرکز پارون کې مدني فعاله ده. هغه وايي افغان حکومت باید ددغې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي.

یوه بله مېرمن زینب بیا په پارون کې ولادي او نسايي ډاکټره ده. هغه وايي په نورستان کې اوس د لوړو زده کړو مینه زیاته شوې او د نجونو او ښځو ته باید زمینه برابره شي.

د نورستان د ښځو چارو رییسه زاهده فیضان وايي دغه ولایت کې د پوهنتون د نه شتون په وجهه په ښوونځیو کې مسلکي معلمینې هم نه پیدا کېږي، ځکه په خبره یې په کانکور کې هم د نورستاني نجونو او هلکانو شمېر کم وي.

د نورستان والي حافظ عبد القیوم مني چې د پوهنتون نه شتون یوه لویه ننګونه ده، خو وايي هڅه کوي چې دا ستونزه حل شي.

د رسمي شمېرو له مخې په نورستان کې ۲۱۲ ښوونځي( لومړنی، منځني او لیسه) دي چې د چارواکو په خبره ۳۸۰۰۰ هلکان او ۲۹۰۰۰ نجونې په کې درس وايي.

XS
SM
MD
LG