د لاس رسي وړ اتصالات

'سیف د چلډرن' په افغانستان کې خپل دفترونه وتړل


تراوسه د برید له ځایه یوولس ټپیان روغتون ته لیږدول شوي
تراوسه د برید له ځایه یوولس ټپیان روغتون ته لیږدول شوي

د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې له هغه وروسته په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول چې د چهارشنبې په ورځ (جنوري۲۴) یې په جلال اباد کې پر دفتر برید وشو.

سیف د چلډرن په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د دغه برید په غبرګون کې په ټول افغانستان کې به په موقت ډول "زموږ پروګرامونه وځنډول شي او ټول دفترونه به وتړل شي".

اعلامیه وايي هرکله چې مصون شول، بېرته به خپل کارونه پیل کړي. دغه اداره د افغانستان په شاوخوا ۱۶ ولایتونو کې ۱.۶ میلیونه افغان ماشومانو ته د تعلیم او روغتیا په برخو کې کار کوي.

برید څو ساعت وروسته ختم شو. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګياڼي امریکا غږ اشنا ته وویل"په برید کې پنځه کسان وژل شوي دي چې یو یې افغان کمانډو سرتیری دی، یو یې د سیف د چلډرن د دفتر ساتونکی، دوه یې ماموران او یو هټیوال په کې شامل دي."

ښاغلي خوګیاڼي وویل چې په برید کې ۲۵ نور ژوبل شوي دي چې ډېر یې ولسي خلک دي.

افغان امنیتي چارواکي وايي برید پنځو کسانو کړی دی. د داعش ډلې په خپلې ویپاڼې کې ادعا کړې ده چې دغه برید هغوی کړی دی.

د سید احمد په نوم د پیښې یو عیني شاهد امریکا غږ ته وویل، "په ځايي وخت د سهار په شاوخوا نهه بجې د "سیف د چلډرن" دفتر مخې ته د یوې کرولا له درېدو لږ وروسته چاودنه وشوه او د چاودنې سره سم درې/څلور تنه چې پوځي ینفورم یې په تن وو، دغه دفتر ته ننوتل".

د ماشومانو د مرستې رسونې " سیف د چلډرن" موسسې په یوه اعلامیه کې د جلال اباد په ښار کې پر خپل دفتر خواشینونکی بللی دی.

اعلامیه وایي "مونږ په دې خبر خورا غمژن شوي یو چې د جلال اباد په ښار کې د "سیف د چلډرن" په دفتر باندې، نن سهار نهه بجې برید شوی او وسله وال سړي زمونږ دفتر ته ننوتي دي. زمونږ ترټولو لویه اندیښنه د خپلو کارکوونکو د مصونیت په اړه ده. مونږ لا نورو معلوماتو ته په تمه یو او له دې زیات په دې هکله څه نشو ویلی".

د ماشومانو د ساتنې دغه اداره د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې ده.

XS
SM
MD
LG