د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان د افغانستان دوست که دښمن، یا دواړه؟


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

سعودي عربستان په افغانستان کې د دموکراسۍ د پلي کولو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د هڅو پلوي کړې ده، خو په عین وخت کې یې په دې هیواد کې د سني سخت دریځو مالي ملاتړ هم کړی دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا افغان مقامات هم پوه شوي چې سعودي عربستان په خاص رول سره چې کیدای شي په افغانستان کې د جگړې د معادلې په دواړو اړخونو کې ودریږي، یو داسې قدرت دی چې کولای شي په هغه هیواد کې د تازه ټوکیدلې دموکراسۍ ملاتړ وکړي او یا هم د طالبانو نه په پلوۍ جگړه روانه وساتي.

سعودي عربستان د پاکستان پخوانی متحد د نیویارک ټایمز د رپوټ په وینا د پاکستان د طالبانو د روزنې ملاتړ کړی دی او بډائیه عرب شیخان دغې یاغي ډلې سره مالي مرستې کوي. ددې سره سم د سعودي حکومت د امریکا ماموریت تود هرکلی کړی او په پټه یې د افغانستان د سولې خبرو ته لاره برابره کړې ده.

په افغانستان کې د سعودي متضاد چلند تصادفي نه دی، بلکه د نیویارک ټایمز په وینا، ریاض خپلې متناقضې اړتیاوی په رسمي او غیر رسمي لارو چارو برابرې ساتلي دي.

اوس د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې خپل لرغونی متحد په افغانستان کې مثبت رول لوبولو ته وهڅوي. په دې ترڅ کې افغانان هم دې نتیجې ته رسیدلي دي چې سعودي ته د دوست که د دښمن په سترگه وویني.

شهزاده ترکي الفیصل چې ٢۴ کاله یې د سعودي د استخباراتو مشر و او بیا په ٢٠٠٧ کې تر تقاعد پورې په متحده ایالاتو کې د سعودي د سفیر په توگه دنده درلوده، ټولې هغه څرگندونې ردوي چې سعودي دې کله هم د طالبانو ملاتړ کړی وي. هغه وایي "کله چې زه په حکومت کې وم، یوه پیسه هم طالبانو ته نه ده ورکړل شوی".

هغه دا هم ویلي دي چې سعودي عربستان تروریستي ډلو ته د پیسو د استولو په هکله ټینگ تدابیر نیولي دي. خو نور بیا دغه نظر ردوي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشر حنیف اتمر وایي "مونږ پوهیږو چې دا ډول مالي مرستې شته او د کلونو راهیسې روانې دي". هغه زیاتوي چې دا کار په افغانستان او سیمه کې د ترهگرو جگړه ییز ماشین دوامداره کوي، چې د هغه په وینا دا کار باید ودرول شي

افغان مقاماتو ویلي دي چې په روان کال کې د هیواد په اتو ولایتونو کې د طالبانو د حملو څپو چې د نیویارک ټایمز په وینا ۴٠ زرو جگړه مارانو په کې برخه درلودله لږ تر لږه یو میلیارد ډالر پر لگیدلي دي، چې دغه ټولې پیسې له بهرنیو منابعو څخه تمویل شوي دي.

سني او شیعه اختلافات

د جان هاپکنز د نړیوالو مطالعاتو د مرکز د رئیس ښاغلي نصر په وینا د سني سخت دریځو د تمویل لپاره د سعودي ستراتیژي په ځانگړې توگه په افغانستان کې داده چې ریاض غواړي په ټوله جنوبي آسیا او مرکزي آسیا کې د خپل شیعه سیال د ایران د اسلامي جمهوریت په وړاندې د سني افراطینو یو دیوال جوړ کړي. په خاصه توگه په داسې یو وخت کې چې د امریکا متحده ایالات غواړي خپل اوږدمهاله معاصر جنگ په افغانستان کې پای ته ورسوي.

د طالبانو مالي مسؤل آغا جان معتصم نیویارک ټایمز ته ویلي دي چې په ٢٠٠١ کال کې د امریکا په مشرۍ د یرغل په نتیجه کې د طالبانو د رژیم له ماتې وروسته سعودي عربستان یواځنی ځای و چې هغه په کې توانیدلی د مختلفو عربي هیوادونو له شیخانو څخه طالبانو ته پیسې ټولې کړي. ددې پیسو زیاته برخه په قبائیلي سیمو کې د پاکستاني بانکونو او د حوالې د سیستم له لارې طالبانو ته ورکړل شوي دي. طالبانو اکثر وخت په مستعارو نومونو او پاکستاني پاسپورتونو عربي هیوادونو ته سفرونه کړي دي.

ددې سربیره د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل نیویارک ټایمز ته ویلي دي چې تیر کال د القاعده شبکې د هغو کورنیو سره چې د افغانستان ختیځو سیو ته راغلي، حتی د سرو زرو خښتې هم لیدل شوي دي.

د امریکایي دیپلوماتیکو سرچینو د تیلگرافونو په بنسټ چې ویکيلیکس بربنډ کړي ویل شوي چې په ٢٠٠٩ کال کې امریکایي چارواکو شکایت درلود چې طالبانو او نورو ترهگر ډلو په سعودي کې د حج په مراسمو کې په میلیونو ډالر ټول کړي دي.

د ٢٠٠٩ کال د دسامبر د میاشتې په تلیگراف کې د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن لیکلي چې "په سعودي عربستان کې مرسته کوونکي "د نړۍ په گوټ گوټ کې سني ترهگرو ته د مالي مرستو عمده منبع ده".

په یو بل ایمل کې چې بربنډ شوی هیلري کلنتن د قطر او سعودي عربستان حکومتونه د "داعش او په سیمه کې نورو سني سخت دریځو ډلو ته پټ مرسته کوونکي" گڼلي وو.

له دې سره سره چې سعودي تر ٢٠٠١ او له هغې نه وروسته د طالبانو ملاتړ کاوه، د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د یو دوست په توگه د عربستان د پخواني پاچا عبدالله ستانه کوله.

د سعودي او پاکستان گډ هدف

سعودي عربستان د ٢٠٠١ کال او له هغه وروسته د طالبانو د حکومت ملاتړ کړی او خپل نژدې متحد پاکستان سره په گډه یې هڅه کړې چې په سیمه کې د ایران د نفوذ مخنیوی وکړي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په ٢٠٠٦ کې د الجزایري عبدالله انس په نوښت پیل شوی. انس، لس کاله په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد جگړه کړې وه.

انس چې اوس په لندن کې د المغربیه ستلایت تلویزیون چلونکی دی وایي "ستونزه داده چې سعودي عربستان افغانستان ته د پاکستان له عینکو گوري". هغه وایي چې همدا د هغه د سولې د نوښت په وړاندې عمده چلنج و.

نیویارک ټایمز لیکي چې په ٢٠١٠ کې ملا عبدالغني برادر په پاکستان کې ونیول شو او په کراچۍ کې په ښاغلي معتصم باندې مرگونی برید وشو، خو هغه ژوندی پاته شو. دغه دواړه پیښې د سولې د پروسې سره د پاکستان د مخالفت په وجه رامنځ ته شوی، ځکه دې هیواد په کې گډون نه درلود. د ښاغلي معتصم په وینا "دغه پروسه په عمدي توگه خرابه شوه".

د کارپوهانو په اند ددې ټولو سره سره چې د سعودي یو شمیر کړۍ په پټه او یا څرگنده د طالبانو ملاتړ کوي، د افغانستان نوي حکومت هڅه کړې چې د سعودي حمایت ترلاسه کړي. د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني له واک وروسته لومړني هیواد ته چې سفر وکړ هغه سعودي عربستان و. هغه د سعودي د پاچا سلمان سره په کتنه کې حتی په یمن کې د سعودي د پوځي ایتلاف ملاتړ وکړ.

ښاغلي غني په بدل کې له سعودي وغوښتل چې طالبانو ته د سعودي شیخانو د مالي مرستو مخه ونیسي او طالبان بیرته د سولې میز ته وهڅوي.

همداشان د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس هم سعودي ته ولاړ چې د هغه هیواد د مشرتابه ملاتړ راجلب کړي.

ښاغلي عبدالله له سعودي وغوښتل چې په افغانستان کې پانگونه وکړي، خو همداشان یې سعودي مشرانو ته وویل چې پر پاکستان فشار راوړي چې ترهگرو ته د پټیدو ځای ورنه کړي. دا ډول غوښتنې مخکني جمهور رئیس کرزي هم کړې وې.

د افغانستان د سولې د عالي شورا یو غړی روح الله وکیل د سولې له پروسې سره د سعودیانو د مرستې په اړه وایي "سعوديان په بشپړه توگه له دې کار سره علاقه نه لري".

XS
SM
MD
LG