د لاس رسي وړ اتصالات

پکتيکا کې ۱۵۳ نوي ښوونځي جوړیږي


په داسې حال کې چې نوي تعليمي کال ته نږدې دوې اوونۍ پاتې دي، د پکتيکا د معارف مسوولين وايي چې راتلونکی ښوونيز کال په دغه ولايت کې د ۱۵۳ ښوونځيو لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پيلوي.

د پکتيکا د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد نسيم واجد اشنا راډيو ته وويل، چې دغه ښوونځي له مرکز ښرنې پرته په هغو سيمو کې جوړېږي چې د اړتيا له مخې ورته لومړيتوب ورکړل شوی دی.

هغه وويل: ”پروژه د پوهنې وزارت ده او تخنيکي چارې يې د کليو پراختيا رياست مخته وړي. دا په درې پړاوونو کې ده، لومړی خو په پاخه او اساسي ډول جوړيږي، دويم ډول بلاکونه او دريم محيطي مواد دي‟.

دا مهال په پکتيکا کې د ۳۸۰ دولتي ښوونځيو له جملې څخه په مرکز او ولسواليو کې څه باندې درې سوه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې ټول کال د ونو سيورو لاندې او يا سره لمر ته زده کړې کوي.

محمدشفيق شپون پکتيکا کې د ولسي تړون مسؤل دی. هغه وايي چې ددغې پروژې د ښه تطبيق لپاره يې د سيمو د خلکو په همکارۍ په ولسواليو کې پر مشخصو کميټو کار کړی دی.

له دې سره د پکتيکا يو شمېر عام خلک خوشبين دي، چې ګوندې د زده کوونکو او ښوونکو شته ستونزې، چې د ښوونځيو د سرپناه د نشتون له کبله ورسره مخ دي، د اوږدمهال لپاره هوارې شي.

په ټوليز ډول پکتيکا کې، د ۳۸۰ ښوونځيو له جملې څخه ۳۳۷ ښوونځي مناسبه سرپناه نه لري. په دغو ټولو ښوونځيو کې ۱۵۰ زره زده کوونکي زده کړې کوي چې ۳۰ زره يې نجونې دي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG