د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې ولسي حرکت له کابل نه بلخ ته په لوڅو پښو حرکت کوي


د سولې ولسي حرکت پرېکړه کړې چې د راروانې زېږديزې میاشتې (اګسټ) په لسمه نېټه د افغانستان پلازمېنې کابل نه د شمالي ولایت بلخ په لور خپل پلي مزل پیل کړي.

د دغه بیساري حرکت خاصه ځانګېړنه دا ده چې د حرکت غړي په لوڅو پښو ځان بلخ ته ورسوي.

د سولې ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست امریکا غږ سره په مرکې کې وویل: "بلخ ته له دې لپاره خپل حرکت پیلوو چې زموږ موخه یوازې د افغانستان پلازمېنه یا حکومت نه دی زموږ موخه د ولس راویښول دي. په دې حرکت موږ غواړو د افغانستان د شمالي ولایتو ولس ته د سولې غږ ورسوو."

دا په داسې حال کې ده چې د دې حرکت غړو پرون چهارشنبه د زمري ۳یمه په وینو لړل شوی لیک د ملګرو ملتونو دفتر ته ولېږه. په دې لیک کې راغلي چې "د پاکستان استخبارات، پوځ او حکومت له لاسه افغانان په وینو لړلي دي زموږ یو لاس د بل لاس وینه تویوي. نور دې دا وینه تویول بس کړي."

په کابل کې د ایران سفارت مخې ته د سولې ولسي حرګت پرلت.
په کابل کې د ایران سفارت مخې ته د سولې ولسي حرګت پرلت.

​د سولې ولسي حرکت یو غړي پرون خپل لاس په چړۍ پرې او په خپلو وینو یې دا لیک رنګ کړ.

یاد حرکت ۱۴ ورځې مخکې خپل پرلت کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته پیل کړ خو د غړو په وینا یې هغوی ته ان ښه راغلاست هم نه دی ویل شوی.

یاد حرکت پس له دې چې د هلمند نه تر کابل پورې شاوخوا ۷۰۰ کیلو مټره لاره پلي مزل وکړ ، د ملګرو ملتونو دفتر، د امریکا او د روسیې سفارت مخې ته یې پرلتونه وکړل.

اوس مهال د سولې ولسي حرګت غړي په کابل کې د ایران سفارت مخې ته تر نا معلوم وخت پورې خپل پرلت پیل کړی.

XS
SM
MD
LG