د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان سوله؛ خلیلزاد له نویو هیلو سره په سفر وتلی 


زلمی خلیلزاد به له افغان چارواکو سره هم ویني
زلمی خلیلزاد به له افغان چارواکو سره هم ویني

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد بیا دوحه، پاکستان، افغانستان او ځینو نورو هېوادونو ته سفر پيل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې ښاغلی خلیلزاد به په دوحه کې د افغان ډلو سره ګوري، هغوی به هڅوي او د امریکا له لوري د همکارۍ ډاډ به ورکوي چې د افغانستان د سولې بهیر چټک شي- چې سملاسي‌ اورکم او اوربند، په یوې سیاسي نقشې باندې توافق او د واک شراکت په کې شامل دي.

په خپله خلیلزادا په ټویټر کې لیکلي دي چې له دې هیلو سره یې بیا سیمې ته سفرونه پيل کړل چې دواړه خواوې به د «افغانستان د سولې مذاکرات» کې محسوس پرمختګ وکړي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ جنوري ۴ (مرغومي ۱۵)‌ په خپل ټویټر کې لیکلي: « دواړه خواوې باید دا وښيي‌ چې د افغانانو د مهمو ګټو لپاره کار کوي، دوی باید څومره ژر چې امکان لري د سیاسي تفاهم او په خشونت کې د سملاسمي پام وړ کموالي/اوربند په اړه د موافقې لپاره رښتینی جوړجاړی او مذاکرات وکړي.»

ښاغلي‌ خلیلزاد لیکلي‌ دي چې د خشونت اوسنۍ اندازه او په خاص ډول هدفي بریدونه د «منلو نه دي. هغوی چې خشونت کوي، غواړي د افغانستان د سولې بهیر او آینده کمزوري کړي».

نوموړي د کوم شخص او ډلې نوم نه دی اخیستې، خو ویلي یې دي چې دا ډول خلک د افغانانو هیلې نه منعکسوي. همدا نن په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند سوني لګیت، طالبان «د خبریالانو، مدني ټولنو د فعالانو او حکومتي چارواکو» په هدفي وژنو تورن کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي چې ښاغلی خلیلزاد به په خپل دغه سفر کې په کابل کې له افغان مشرانو هم ویني.

ښاغلي خلیلزاد ویلي‌چې هدفي وژنې د منلو نه دي
ښاغلي خلیلزاد ویلي‌چې هدفي وژنې د منلو نه دي

زلمی خلیلزاد داسې مهال سفرونه پیل کړي‌ دي چې ټاکل شوې سبا سه شنبه د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان د «اسلامي جمهوریت» او طالبانو د مذاکره کوونکو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي.

د بایډن حکومت او د سولې خبرې

د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت د مشاور موقف ته د منتخب ولسمشر جوبایډن کاندید جیک سولیوان وايي چې د امریکا او طالبانو د فبرورۍ په تړون کې دواړه خواوې ژمنې او مسولیتونه لري.

نوموړي د دوشنبې په ورځ جنوري ۴ (مرغومي ۱۵) د «سي ان ان» تلویزون سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې دا تړون باید یوازې د خبرې تر کچې نه وي، بلکې په عمل کې هم ثابت شي.

هغه وویل: «اوس د طالبانو او امریکا ترمنځ ‌یو تړون شته چې په کې هم د امریکا متحدو ایالتونو ته ځینې مسولیتونه ته مخامخ دي او هم طالبانو ته مخامخ دي.د طالبانو په مسولیتونو کې له القاعده ډلې سره د اړیکو پرېکون شامل دی، دا پریکون تش په خبرو کې نه، بلکې باید په عمل کې ثابت شي. همدغه راز د خشونت کمول او د افغان حکومت سره په ښه نیت مذاکرات په کې شامل دي.»

خلیلزاد هیله څرګنده کړې چې ښکیلې به غاړې به خبرو کې محسوس پرمختګ کوي
خلیلزاد هیله څرګنده کړې چې ښکیلې به غاړې به خبرو کې محسوس پرمختګ کوي

نوموړي‌ زیاته کړه:«..نهایتآ، دا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ‌ یوه موافقه ده چې داسې یوې پایلې او سوله ییز جوړجاړي ته لار هواروي چې موږ ټول هغه څه ترلاسه کړو چې د هر چا هدف دی، او هغه په افغانستان کې د جګړې ختمول دي.»

هغه وویل چې د جوبایډن په مشرۍ حکومت به په همدغه اساس دپلوماسي مخ ته وړي او دا د امریکا د ملي امنیت تګلاره تضمینوي چې افغانستان به بیا هېڅکله هم د ترهګرو په ځاله نشي چې په متحدو ایالتونو بریدونه وکړي.

XS
SM
MD
LG