د لاس رسي وړ اتصالات

د جلغوزیو افغان سوداگر وایي پاکستان یې پر مخ لاره تړلې ده


تېرکال د خوست د جلغوزيو له مارکېټ څخه د ۷۷ ميليونو ډالرو په ارزښت جلغوزیې پاکستان ته صادر شوي و
تېرکال د خوست د جلغوزيو له مارکېټ څخه د ۷۷ ميليونو ډالرو په ارزښت جلغوزیې پاکستان ته صادر شوي و

د لويې پکتيا اوسېدونکي وايي، چې د جلغوزيو سږني حاصلات ډېر دي. د معلوماتو له مخې تېرکال يواځې د خوست له مارکېټ نه د ۷۷ ميليونو ډالرو معادل جلغوزي لومړی پاکستان او بيا چين ته صادر شوي وو.

په دې ورځو کې د خوست ښار لويديځ ته دا سيمه د جلغوزيو حاصلاتو ته ځانګړې شوې. دا د پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو د جلغوزيو د حاصلاتو لويه برخه جوړوي. سږني حاصلات يې د تېرو کلونو په پرتله زيات اټکل شوي.

هغه وويل: ”سږ کال بې وخته باران پرې ونه شو. په خپل وخت بارانونه پرې وورېدل. سږکال غوټې چينچي هم نه دي وهلې او جلغوزي په خپل وخت ورسېدل‟.

تېرکال د خوست د جلغوزيو له مارکېټ کې د ۷۷ ميليونو ډالرو معادل ۳۵۰۰ ټنه جلغوزي د پکتيکا د انګور اډې له لارې پاکستان ته صادر شوي وو، خو سږکال پاکستاني ځواکونو د واڼه لار تړلې ده.

د اټکل له مخې ممکن د جلغوزيو سږني حاصلات شاوخوا پنځه زره ټنه وي. د دې خلکو اندېښنه دا ده، چې که نړيوال مارکېټ ته په خپل وخت لاره ونه مومي، حاصلات يې د ضايع کېدو له ګواښ سره مخ دي.

بني زار وويل: ” موږ ورته منتظر يو چې دا لار به کله خلاصېږي. بوجۍ مو په ګودامونو کې ډکې ايښي دي. که جلغوزي ژر ونه وځي دا خوسا کېږي. ما جلغوزي په قرضه اخيستي دي. ۳۶ لکه پاکستانۍ کلدارې قرضداری يم‟.

د افغانستان دا وچه ميوه په نړيوالو بازارونو په ځانګړې توګه په چين کې ښه مارکېټ لري. اوس يواځېنۍ هيله دا ده، چې افغان دولت له چينايي سوداګرو سره خبرې وکړي او دا جلغوزي تر نړيوالو مارکېټونو ورسوي.

نوموړی وايي: ”که مستقيماً نړيوال مارکېټ ته لار ولرو، دا د افغانستان لپاره ډېره په ګټه ده. دا شل ورځې کېږي چې حاصلات مو راټول کړي دي خو د انګور اډې لار بنده ده. موږ د دولت نه دا غواړو چې له چين سره خبرې وکړي‟.

د دې ترڅنګ بله اندېښنه دا ده، چې د جلغوزيو ترڅنګ د افغانستان يو شمېر نورې وچې ميوې پاکستان کې تر پروسس او بسته بندۍ وروسته د پاکستاني توليداتو په نوم نورې نړۍ ته صادرېږي.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ وايي، چې ولايتي ادارې په کابل کې د چين له سفارت او چينايي سوداګرو سره د جلغوزيو د پېرلو په اړه خبرې کړې دي.

ځدراڼ زياته کړه: ” هڅه روانه ده او پلان جوړ شوی، څو موږ وکولای شو د جلغوزيو د صادراتو لپاره نړيوال مارکېټ ته لاره پرانيزو. د چين له سفارت سره هم خبرې شوې دي او همدارنګه چينايي سوداګر خوست ته هم راغلي وو، له ولايتي ادارې او سوداګرو سره يې خبرې کړې دي‟.

د سوداګرو په وينا اړينه بلل کېږي، چې د جلغوزيو د حاصلاتو له ضايع کېدو څخه د مخنيوي او همدارنګه د پروسس او بسته بندۍ په برخو کې دولت په معيار برابرې اسانتياوې چمتو کړي.

XS
SM
MD
LG