د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په لمړي ځل د ګلبدین په مشرۍ نړیواله لوبه کوي


ګلبدین نایب شاوخوا یوه میاشت مخکې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان شو
ګلبدین نایب شاوخوا یوه میاشت مخکې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان شو

ټاکل شوې چې افغانستان په لمړي ځل د ګلبدین نایب په مشرۍ سکاتلنډ سره نړیواله یوه ورځنۍ لوبه کوي.

ګلبدین شاوخوا یوه میاشت مخکې د اصغر افغان پر ځای د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو. هغه امریکا غږ سره په خبرو کې ډاډ وښوده چې له سکاتلنډ سره به ښه لوبه وکړي.

هغه ویلي چې په لوبډلې کې د اصغر افغان او نورو مجربو لوبغاړو موجودیت باندې ښه ډاډه دی.

په همدې حال کې یو بل ځوان لوبغاړی شرف الدین اشرف هم برتانیا ته روان شوی چې د سکاتلنډ خلاف سیالیو کې ولوبیږي.

افغانستان له سکاتلنډ سره دوې یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې لري چې سبا چهارشنبه (مۍ۸) پیلیږي. سکاتلنډ او افغانستان په وروستي ځل تېرکال د نړیوال کپ د غوراوي په سیالیو کې مخامخ شوي وو چې سکاتلنډ ګټلې وه.

د نبي او راشد نشتوالی تاثیر لري؟

د افغان کرکټ بورډ یو شمېر چارواکي وايي، چې د سکاتلنډ په وړاندې لوبه کې به د نبي او راشد نشتوالی لوی اغېز ونه لري.

د افغان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې روزونکی رئیس احمدزی وايي چې په دغه لوبه کې به نبي او رشد نشتوالی دا ثابته کړي چې پر لوبې د دوی څه اغیز دی.

ښاغلي احمدزي وویل "د سکاتلنډ په خلاف د دوی نشتون به دومره غټ اثر ونه لري، خو بیا هم که دوی وايي د افغانستان نتیجه به ډېره ښه وای په دغو لوبو کې."

نوموړي زیاته کړه چې د د نبي او راشد په نشتوالي کې افغان او سکاتلنډ لوبډلې ۵۰ ـ ۵۰ سلنه چانس لري. احمدزي همدارنګه وویل چې د افغان کرکټ لوبډلې نور لوبغاړې هم دا وړتیا لري چې د دوی په نشتون کې سکاتلنډ ته ماتې ورکړي.

پر همدې مهال د افغان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي چې افغان کرکټ لوبډله دا مهال په سکاتلنډ کې په تمریناتو بوخته ده. نوموړي امریکا غږ ته وویل چې افغان لوبډله دغو لوبو ته پوره چمتووالی لري.

هغه وویل "افغانستان سبا (مۍ۸)د کابل پر وخت دوه نیمې بجې له سکاتلنډ سره لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه لري،تر هغه وروسته پر لسم د مۍ دوهم لوبه تر سره کوي، د دې ترڅنګ د مې په ۱۹ او ۲۱مه له ایرلنډ لوبډلې سره دوه پنځوس اوریزې لوبې تر سره کوي."

ښاغلي هوتک که څه هم له سکاتلنډ سره لوبه کې د نبي او راشد د نشتوالي په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې دغه دواړه لوبغاړي به د ایرلنډ په خلاف لوبه کي ګډون وکړي.

نبي یوازینی افغان لوبغاړی دی چې تر دې دمه یې د افغانستان په ټولو یوې ورځنیو لوبو کې لوبېدلی دی ۱۱۱ لوبې یې کړي. دا به یې لمړی ځل وي، چې د افغانستان په یوې ورځنۍ رسمي لوبو کې نه وي. دا دواړو هلته آی پي ال کې مصروف دي.

XS
SM
MD
LG