د لاس رسي وړ اتصالات

د سیاسي بدلون وروسته په افغانستان کې د ګوزڼ ضد هیڅ کمپاین ندی شوی


آرشیف
آرشیف

روغتیايي مسوولین وایي چې سږ کال په هیواد کې ميليونونه ماشومان د پولیو ضد واکسين څخه بې برخې پاتې شوي او له دی کبله د نوموړې ناروغۍ د خپریدو اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.

د یادو روغتیا پالانو په وینا، یاده ستونزه په هیواد کې له سیاسي بدلون سره هم تر ډیره بریده تړاو لري.

دوی زیاتوي، کابو درې میاشتې کېږي چې په افغانستان کې له پنځه کاله کم عمر لرونکو ماشومانو ته د ګوزڼ یا پوليو ضد واکسين نه دی ورکول شوی او په دې توګه یې د نوموړې ناروغي د زیاتوالي اندیښنې راپارولې دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسیف اداره هم په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق د کمپاین د نه ترسره کیدو یادونه کوي.

د نوموړې ادارې د پولیو پروګرام د عامه اړیکو مسوول ښاغلي کمال شاه امریکا غږ ته وویل: "... د ټول هیواد په کچه وروستی کمپاین درې میاشتې وړاندې ترسره شوی، خو د ناامنیو، واکسین ته د نه لاسرسي او ځینو نورو ټولنیزو ستونزو له امله کابو څلور میلیونه ماشومان له واکسین څخه بې برخې پاتې شوي."

ښاغلی کمال زیاته کړه، د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه تر دې دمه د هیواد په کچه د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ یواځی یوه پیښه د غزني ولایت د اندړو له ولسوالۍ څخه راپور ورکول شوي.

د نوموړي به وینا، که څه هم د تير کال په پرتله په پیښو کې یو څه اندازه ټیټوالی ترسترګو کیږي، خو د کمپاینونو نه ترسره کیدل ښایي په راتلونکي کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د پیښو د زیاتیدو لامل شي.

نوموړي وویل: "... له کومه ځایه چې اوس مهال د هیواد په ګوټ ګوټ کې لیرې پرتو سیمو ته لاسرسی آسانه شوی، نو که چیرې د پولیو کمپاینونه په ټاکلې موده ترسره شي، ټول له پنځه کاله کم عمر لرونکي ماشومان به واکسین شي.

صحی مسوولین هم دا تائیدوي چې یونیسیف د عامې روغتیا له وزارت سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او که چیرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین په ټاکلي وخت تطبیق کړي نو دیر ژر به په هیواد کې د نوموړې ناروغۍ ټغر به بشپړه توګه ټول شي.

عبدالباري، د کابل ولایت یو تن اوسېدونکی پدې هکله وایي: "... په کليو کې د عامه پوهاوي د کچې د ټیټوالي له امله ځیني خلک په دې باور دي چې د پوليو واکسين ماشومانو ته زیان رسوي او داسې کسان هم شته چې د واکسین تطبیق ته د یوه ناروا عمل په سترګه ګوري.

د نوموړي په وینا، دا ډول ستونزې په خپل وار سره د تنکیو ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

افغانستان او پاکستان دوه هغه هیوادونه دي چې د پولیو ناروغي یې لاهم له ماشومان قرباني اخلي او د یادو هیوادونو په ګډه پوله کې د خلکو د پراخ تګ راتګ له امله د دې ویروس لیږد او د پیښو کچه یو څه اندازه لوړه ده.

د یادونې وړ ده چې تیر کال د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ ۵۶ پیښې ترسترګو شوي، چې ډیری یې د هیواد له سهیلي ولایتونو کندهار او هلمند څخه راپور ورکول شوي.

XS
SM
MD
LG