د لاس رسي وړ اتصالات

بې پولې ډاکتران: د دشت برچې د روغتون فعالیت ځنډول شوی


د بې پولې ډاکترانو نړیوال سازمان د کابل د دشت برچې پر ولادي او نسایي ۱۰۰ بستریز روغتون باندې د سه شنبې د ورځې برید غندلی او هغه یې یوه احمقانه او ډارنه هڅه بللې ده.

دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: "اوسمهال د دشت برچې په زیږنتون کې طبي فعالیتونه ځنډول شوي – خو بند شوي ندي – اوس د سیمې خلک په کمه کچه ولادي مراقبتونو ته لاس رسی لري. ناروغان تخلیه شوي او شاوخوا روغتونونو ته لیږدول شوي دي".

پر دغه روغتون باندې په وسله وال برید کې چې د بې پولې ډاکترانو د بین المللي سازمان له لورې تمویلیږي ۲۶ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي چې نوي زیږیدلې ماشومان او ښځې هم پکې شامل دي

د بې پولې ډاکترانو سازمان ویلي چې ددې سازمان یو کارکوونکی هم د وژل شویو کسانو په ډله کې دی.

پدغه اعلامیه کې راغلي: "د زیاتې ګډوډۍ سربیره زمونږ روغتیایي ډلې هڅه کړې چې نوي زیږیدلي ماشومان په روغتون کې معاینه او د ناروغانو او ټپیانو ښه مراقبت وکړي او پدې پیښه کې د زیانمن شویو کارکوونکو روحي پالنه او د نورو مصیبت ځپلو لازم ملاتړ وکړي".

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د بریدګرو او افغان ځواکونو ترمنځ د ډزو پر مهال په روغتون کې یو ماشوم وزیږید او اوس د هغه او د هغه د مور روغتیاي وضعیت د ډاډ وړ دی.

پر دغه روغتون باندې برید په ملي او بین المللي کچه سخت غندل شوی دی.

که څه هم چې طالبانو پدغه برید کې لاس لرل رد کړي خو د افغانستان حکومت دغه ډله پدې برید کې ښکیله ګڼي.

ددغه مرګوني برید او په ننګرهار کې د ځانمرګي برید په نتیجه کې چې ۳۲ تنه په کې ووژل شول او ۱۳۳ ټپیان شول، د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني افغان ځواکونو ته امر وکړ چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې له دفاعي حالت نه ووځي او تهاجمي حالت غوره کړي.

XS
SM
MD
LG