د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: طالبان د آی‌ایس‌آی له همکارۍ پرته برید نه شي کولی


د کابل د تیرې چهارشنبې د ورځې برید کې له ۹۰ زیات کسان وژل شوي او له ۴۶۱ زیات نور ټپیان شوي دي.
د کابل د تیرې چهارشنبې د ورځې برید کې له ۹۰ زیات کسان وژل شوي او له ۴۶۱ زیات نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې د کابل په ښار کې د چهارشنبې او شنبې د ورځو تروریستي بریدونه چې له سلو زیات کسان یې ووژل او نږدې شپږ سوه نورپه کې ټپیان شول، د دواړو پلاند پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکې او مولوي احمد په مدرسه کې جوړ شوی وو.

د افغانستان جمهوري ریاست ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې د پاکستان د استخباراتو ادارې آی ایس آی د حقاني شبکې سره د چهارشنبې د برید په تنظیمولو کې مرسته کړې ده.

ښاغلي مینه پال وویل "هغه د دوی په خاوره کې دي چې هغوی ورسره همکاري ونه کړي طالبان هیڅ برید نه شي کولی".

طالبانو په دوه جلا اعلامیو کې د کابل د چهارشنبې او شنبې د ورځو په تروریستي بریدونو کې د حقاني ډلې په شمول د طالبانو لاس لرل په کلکه رد کړي دي.

خو د افغانستان جمهوري ریاست ویاند وایي چې افغان حکومت سره له وړاندې د چهارشنبې د ورځې د برید په هکله ډیر موثق معلومات موجود وو.

ښاغلي مینه پال وویل "دا معلومات لرو چې په کوم ځای کې طرحه شوي، طالبان ټول وخت داسې کوي چې هم بریدونه کوي او هم د دې لپاره چې په نظام کې تشویش پیدا کړي د خلکو اذهان مغشوش کړي، همدغه کار کوي چې دلته بیا هغوی خپل ځان له مسولیت څخه په شا کوي، ولې ټول اسناد او ټول شواهد پر دې باندې دلالت کوي چې دا کار طالبانو کړی، د یوې پیښې عامل یې د حقاني ګروپ دی او د ایزدیار صاحب د زوی پر جنازې باندې د برید مسولین چې دي او هغه طراحان چې دي په چمن کې د قاري احمد مدرسه ده".

د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او ملي امنیت د چارو سلاکار سرتاج عزیز د یکشنبې په ورځ د افغان حکومت د چارواکو دا څرګندونې بې اساسه بللي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرت په یو بیان کې د ښاغلي عزیز له قوله ویلي "مونږ افغانستان کې دننه او د دغه هیواد بهرد هغو بې اساسه تورونو شاهد یو او پرې په جدي توګه اندېښمن یو، چې له چاودنې څو دقیقې وروسته او په څرګنده له څېړنو پرته پر پاکستان لګول شوي دي".

ښاغلي عزیز ویلي چې د تورونو د لګولو دا کړنه د هغو کسانو له خوا پیل شوې چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګیدو سره هیڅ لیوالتیا نه لري اویوازینۍ اجندا یې د افغانستان او پاکستان اړیکو او په دې وروستیو کې د دوو هیوادونو ترمنځ د باور فضا د ښه کیدو په برخه کې شوې لاس ته راوړنوته زیان رسول دي.

د پاکستان د صدراعظم د نړیوالو او ملي امنیت د چارو سلاکار، د افغان حکومت له خوا اسلام اباد ته ګوته نیول د افغان چارواکو له خوا په یو بهرني هیواد د خپلو کورنیو ګواښونو د مسولیت د اچولو هڅه ګڼل شوې.

ښاغلي عزیز ویلي، چې د پاکستان پرخلاف دغه ډول کړنې هغو ګډو هڅو ته زیان رسوي چې افغانستان ته د تلپاتې سولې او ثبات د راوستو په لاره کې ورته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG