د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له ایران سره د بندیانو د تبادلې تړون کړی


په ایران کې زرګونه افغانان د بېلابېلو جرمونو له کبله زندانیان دي
په ایران کې زرګونه افغانان د بېلابېلو جرمونو له کبله زندانیان دي

ولسمشر غني ویلي ایران سلګونه افغان بندیان افغانستان ته سپارلي دي.‌

د افغانستان جمهوري ریاست وایي له ایران سره یې د بندیانو د تبادلې تړون کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي ټویټر کې لیکلي «د بهر میشتو افغانانو د حقونو د دفاع لپاره موږ له ایران سره د بندیانو تړون لاسلیک کړی چې ټول افغان بندیان، په څو پړاونو کې، افغانستان ته ولیږدول شي.»

ولسمشر غني دغه راز لیکلي چې تر دې دمه ایران ۶۱۷ بندیان افغانستان ته سپارلي دي. د ولسمشر په ټویټر کې دغه تړون ته د بندیانو د تبادلې تړون ویل شوی دی، خو نه یې دي ویلي چې څومره ایرانیان په افغانستان کې بندیان دي.

د غیررسمي شمیرو له مخې څه باندې ۵۰۰۰ په ایران کې بندیان دي. ویل کیږي چې ډیری افغان د مخدره توکو د قاچاقو او نورو جرایمو له کبله په ایران کې بندیان دی.‌ دا هم څرګنده نده چې په افغانستان کې څومره ایراني بندیان شته.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي په ایران کې ۹۵۰ززه افغانان ثبت او راجستر دي او اټکل کیږي چې څه باندې یو میلیون نور هم په دغه هېواد کې اوسیږي.

تبادله او استرداد

د ولسمشر غني په ټویټر کې له ایران سره تړون ته د تبادلې نوم ورکړل شوی دی، خو تبادله څنګه کیږي؟

د حقوقي چارو کارپوه نعیم لټون وايي افغانستان له ایران سره تېرکال هم د زندانیانو د تبادلې یو قرارداد کړی و. ښاغلی لټون وايي د زندانیانو تبادله داسې وي چې "محکمې پر بندي نهايي حکم کړی وي او بیا بندي د قرارداد له مخي خپل اصلي هېواد ته لېږدول کیږي چې د بند پاتې موده هلته تېره کړي. په تبادله کې ضروري نه ده چې د هر بندي په بدل کې د دویم هېواد بل بندي پرېښودل شي، خو اصلي هدف یې همدا وي."

ښاغلی لټون وايي د بندیانو د تبادلې ګټه دا وي چې دویم هېواد د بندیانو لګښت څخه بچ کیږي کوي او د بندي لپاره یې ګټه دا وي چې خپل هېواد ته انتقالیږي او له کورنۍ سره یې لیده کاته اسانه شي.

د بندیانو استرداد بیا تر تبادلې توپیر لري، ښاغلی لټون وايي "د بندیانو استرداد د محکمې په پیل، منځ او پای کې هم کیږي. په دغه بهیر کې یوازې هغه مجرمین- بندیان- شاملیږي چې په دویم هېواد کې یې جرم کړی وي، خو د جرم له کبله یې په یو ډول نه یو دول خپل اصلي هېواد هم زیانمن کړی وي."

یو شمېر هېوادونه په خپلو کې سره دا ډول تړونونه کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG