د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا-طالبانو تړون کې دې د افغانستان "ملي ګټې" نظر کې ونیول شي


د امریکا- طالبانو توافقنامه کې د افغانستان ملي ګټي په نظر کط ونیول شي
د امریکا- طالبانو توافقنامه کې د افغانستان ملي ګټي په نظر کط ونیول شي

په داسې حال کې چې زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه نهم سفر پیل کړی، افغان حکومت وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ توافقنامه کې باید د افغانستان ملي ګتې په نظر کې ونیول شي.

د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون سې شنبه قطر او کابل ته نهم پړاو سفر پیل کړ.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټوېټر ویلي، هڅه به وکړي، چې وروستي مسایل نهايي کړي او زیاته کړې ده چې له طالبانو سره د سولې توافقنامې ته چمتو دي.

د افغانستان جمهوري رئیس د ویاندې مرستیالې درانۍ وزیري د چهارشنبې په ورځ د «زمري میاشتې پر۳۰مه» امریکا غږ ته وویل، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هر ډول توافقنامه باید په افغانستان کې تلپاتې سوله رامنځته کړي.

نوموړې زیاته کړه "له دې سفر نه زموږ توقع داده چې هره توافقنامه چې د دوی په منځ کې کېږي، په هغه کې د افغانستان ملي ګټې په نظر کې ونیسي، همدارنګه تلپاتي سولې او بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي."

تر دا مهاله معلومه نه ده چې د افغان سولې په اړه دغه نهم پړاو خبرې به کله پيل شي.

بلخوا طالبانو نن چهارشنبه د افغان حکومت لخوا د سولې د ۱۵کسیز مرکچي پلاوي د نومونو نه اعلانول تر پوښتنې لاندې راوستي او وايي، چې یاد نومونه د داخلي اختلافاتو له امله نه دي اعلان شوي.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیالې امریکا غږ سره خبرو کې د طالبانو انتقاد رد کړ او زیاته یې کړه چې د مرکچي پلاوي لېست تکمیل شوی چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلېدو مخکې به اعلان شي.

درانۍ وزیري وویل:"په دې کې د اختلاف نظر یا کومه بله موضوع نشته،موږ صرف منتظر یو یو مناسب وخته، چې هر وخت ورته مناسب وي،بین الافغاني مذاکرات چې کله شروع کېږي مخکې له هغه به موږ دغه نومونه اعلان کړو."

تر دا مهاله معلومه نه ده چې بین الافغاني مذاکرات به کله او په کوم هېواد کې پیل شي،خو تېره ورځ د ناروې ځانګړي استازي افغانستان ته د سفر پر مهال د بین الافغاني مذاکراتو د کوربتوب په اړه د چمتووالي خبر ورکړ، چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله یې هر کلی وکړ.

افغان حکومت یو تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره تل له طالبانو سره پر مخامخ خبرو ټینګار کړی، خو طالبان بیا د خبرو اصلي لوري امریکا بولي او له افغان حکومت سره یې له خبرو ډډه کړې ده.

تر دا مهاله درې ځلې بین الافغاني مذاکرات تر سره شوي، چې دوه ځله په روسیه او یو ځل په قطر کې و.

XS
SM
MD
LG