د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له پاکستان څخه خپل سفیر او دپلوماتان وایستل 


د افغانستان او پاکستان بیرغونه
د افغانستان او پاکستان بیرغونه

له هغه وروسته چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر لور اختطاف او څو ساعته وروسته پرېښودل شوه، افغان حکومت له اسلام اباد څخه خپل دپلوماتان وایستل.

د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه پال د یکشنبې په ورځ جولای ۱۸ (چنګاښ۲۷) وویل چې ولسمشر غني دا پرېکړه کړې ده.

د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر دا خبره په خپل ټویټر کې خپره کړې ده: «جمهور رئیس بهرنیو چارو وزیر ته هدایت ورکړ چې تر څو د پاکستان حکومت د افغانستان د سفیر د لور برمته‌کوونکو ته جزا نه وي وکړې او په هغه هیواد کې د افغان سفیر او دیپلوماتانو امنیت خونديتوب نه وي تضمین شوی، په اسلام آباد کې افغان سفیر او دیپلوماتان دې کابل ته را وغوښتل شي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې لیکلي دي‌ چې افغان سفیر او دپلوماتان یې له اسلام اباد څخه رابللي ‌دي.

اعلامیه وایي چې «په پاکستان کې د افغانستان د سفیر د لور له اختطاف وروسته، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مشرتابه له اسلام اباد څخه خپل سفیر او ارشد دپلوماتان کابل ته راوغوښتل» او دوی به تر هغه وخت پورې په کابل کې وي تر څو چې هلته ټول «امنیتي ‌تهدیدات لېري شوي نه وي او اختطاف» کوونکي نیول شوي نه وي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي چې ډېر ژر به یو پلاوی د همدې او نورو اړوندو مسائلو په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي‌ او د هغوی د موندنو په اساس به وروستي اقدامات کیږي.

پدې ترڅ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان څخه د سفیر او لوړپوړو دپلوماتانو د ایستلو په اړه د افغانستان د حکومت تصمیم د خپګان او تاسف وړ دی.

اعلامیه همداشان وایي «په اسلام آباد کې د افغانستان د سفیر په لور برید او تښتونه پلټل شوې او د پاکستان د صدراعظم د هدایت په اساس په لوړه کچه تعقیبیږي. په پاکستان کې د افغانستان د سفیر، د هغه د کورنۍ او د سفارت د کارکوونکو امنیت نور هم جدي نیول شوی.»

اعلامیه وایي: «مونږ هیله من یو چې د افغانستان حکومت په خپل نصمیم بیا غور وکړي.»

همداشان په اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو سکرتر نن د افغانستان د سفیر سره کتلي او د حکومت د ټولو اقداماتو په اړه یې ورته وضاحت ورکړی اوورته یې د بشپړه همکارۍ ډاډ ورکړی.

په اسلام اباد کې پولیس وايي نا معلومه کسانو د افغانستان د سفیر لور د جمعې په ورځ وتښتوله او له شاوخوا پنځو ساعتونو اختطاف وروسته یې بېرته خوشې کړې ده. راپورونه وايي چې هغه شکنجه شوې هم ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر هم وربللی او په دې اړه یې د افغان حکومت اعتراض ورته سپارلی دی او د اختطاف کوونکو د سملاسي نیول کېدو او هغوی ته د سزا ورکول غوښتنه کړې ده.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د کورنیو چارو وزارت او د اسلام اباد پولیسو ته ۴۸ ساعتونه وخت ورکړی چې اختطافچیان ونیسي او سزا ورکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د افغانستان د سفیر د لور اختطاف کول غندلي او پاکستان یې د افغان دپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د امنیت په ساتنې کې ناکام بللی دی.

په همدې حال په کابل او جلال اباد کې د افغانستان د سفیر د لور د اختطاف په ضد لاریونونه وکړل.

XS
SM
MD
LG