افغان حکومت غواړي د ګرځنده تیليفونونو او بریښنايي وسایلو د ثبتولو د سیسټم طرحه پلي کړي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وايي چې د نوي سیستم له مخې به په افغانستان کې ټول ګرځنده موبایلونه او ورته نور بریښنايي وسایل ثبت او راجستر کیږي. د چارواکو په وینا حکومت غواړي چې لدې لارې د موبایلونو د وارداتو او خرڅلاو د مالیاتو د نه ورکړې مخه ونیسي.
د مخابراتو او تکنالوژۍ د وزارت ویاند، سایر ځلاند امریکا غږ ته وویل چې دغه کړنلاره نورې ګټې هم لري "د دغې طرحې له مخې به داسې یو سیتسم جوړیږي کې چې د مشتریانو فزيکي خونديتوب، د مبایل کاروونکو د شخصي حریم ساتنه، د جرمونو او مالياتو څخه د فرار مخه نیول کیږي."
حکومت د طرحې له منلو وروسته به د سیستم د جوړولو پر پلان کار کوي او د دغه پلان د پلې کولو پروژه به ازادو سیالیو ته وړاندې کوي.
ښاغلي ځلاند وویل "د سیستم له مخې به ټول ګرځنده تیلیفونه ثبتیږي، د خلکو شخصي معلومات به خوندي کیږي، افغانستان ته نوي الکترونیکي وسایل په کمرکونو او هوايي ډګرونو کې ثبت او راجستر کیږي. هېڅوک به ونشي کولی چې دا وسایل په ناقانونه ډول وکاروي."
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال په افغانستان کې ۲۳ میلیونه مخابراتي مشتریان او کاروونکي شته چې ۲۱ میلیونه یې فعال او دوه ملیونه نور یې غیر فعال دي.
په دوی کې د ګرځنده موبایلونو، لایني تیلیفونو او نورو مخابراتي وسایلو ټول کاروونکي شامل دي.
په افغانستان کې د سیمکارتونو د کارولو یوه ستونزه دا ده چې ډېر شمېر سیمکارونه ناراجستر وي او ډېر کله په جنايي پېښو کې له همدا ډول سیمکارتونو څخه کار اخیستل کیږي.
ښاغلي ځلاند وویل سره له دې چې مخابراتي شرکتونه له راجستر پرته سیمکارتونه نه پلوري، خو ستونزه دا ده چې "یو کس لسګونه او یا ښايي سلګونه سیمکارتونه واخلي او په خپل نوم یې ثبت او راجستر کړي او بیا په تور بازار کې خرڅ کړي".
هغه وویل چې له اړوندو مخابراتي شبکو سره یې ګډ کار پیل کړی دی چې دا ستونزه هم حل شي.