د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په لومړي ځل په کرکټ کې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه


راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.
راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه چهارشنبې سپتمبر ۱۸ (وږي ۲۸) د شپږ ویکټو په توپیر افغانستان وګټله.

دا لومړی ځل دی چې په نړیوال کرکټ کې د افغانستان ملي ټیم جنوبي افریقا ته ماتې ورکوي.

د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ له دې وړاندې دوه یو ورځنۍ او درې ۲۰ اوریزې لوبې شوې وې او ټولې د جنوبي افریقا په ګټه پای ته رسېدلې وې.

جنوبي افریقا نن د لوبې د پچې له ګټلو وروسته د لومړي توپ وهلو پرېکړه وکړه او په ۳۳ اورونو کې د ۱۰۶ منډو کولو وروسته یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

افغانستان وکولای شول چې دغه هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو په ۲۶ اورونو کې پوره کړي او لوبه وګټي.

د افغانستان لپاره ترټولو زیاتې منډې ګلبدین نایب وکړې. هغه په ۲۷ توپونو ۳۴ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېد.

جنوبي افریقا د لوبې په لومړنیو ۱۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۳۶ منډې کړي وې.

دا د یو ورځینو نړیوالو لوبو په تاریخ کې د جنوبي افریقا ترټولو کمې منډې دي او لومړنی ځل دی چې جنوبي افریقا د یو ورځني کرکټ په لومړنیو ۱۰ اورونو کې اووه لوبغاړي له لاسه ورکوي.

د افغانستان تیز توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي وکولای شول په خپلو لومړنیو څلورو اورونو کې د جنوبي افریقا درې لوبغاړي وسوځوي. فاروقي څلور لوبغاړي وسوځول.

څلورمه، پنځمه او شپږمه ویکټ د افغانستان توپ اچوونکي الله محمد غضنفر واخیسته. راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.

دا لوبې د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجه کې کیږي. دوهمه لوبه د جمعې په ورځ ده او ددې لړۍ وروستۍ لوبه د سپتمبر په ۲۲مه کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG