د لاس رسي وړ اتصالات

طالب جنګیالي له وسلو سره تفریحي پارکونو ته له تګ منع شول


د طالبانو مقاماتو ویلي چې ددې ډلې جنګیالي نور د افغانستان تفریحي او د ساعتیرۍ پارکونو ته د وسلو سره د تګ اجازه نلري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ دوهمه (سلواغې ۱۳) په خپل ټویټر لیکلي چې: "د اسلامي امارت مجاهدین اجازه نلري چې د وسلو، یونیفورم او پوځي وسایطو سره تفریحي پارکونو ته ننوځي. هغوی موظف دي چې د تفریحي پارکونو ټول مقررات او اوامر مراعت کړي."

طالب جنګیالیو چې په تیرو شلو کلونو کې یې د خپل عمر زیات وخت د تیر لویدیځ پلوه حکومت په وړاندې په جګړو کې تیر کړی د تیر کال اګست په میاشت کې ددې ډلې له واکمن کیدو وروسته یې د افغفانستان د ښارونو تفریحي پارکونو ته مخه کړه.

طالبانو د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د یوې سازش نه کوونکې ډلې او سخت دریځو بندیزونو سره حکومت وکړ. خو د اګست په میاشت کې په بیا واکمن کیدو سره هغوی هڅه کړې چې افغانانو او نړۍ ته خپل یو معتدل انځور وړاندې کړي.

د رویټرز اژانس د رپوټ له مخې داسې ښکاري چې دا اقدام ددې هیواد د نویو واکدارانو له لورې د خپل ځان د نرم چلند انځورول دي.


د رویټرز اژانس خبریال چې د کابل د قرغې د تفریحي پارک لیدنه یې کړې وایي دغه پارک طالب جنګیالیو ته خاص جذابیت لري او دې پارک ته له تللو څخه خوند اخلي. هغه جنګیالي چې توپکونه یې په لاس کې دي په تفریحي څرخونو کې د سپرلۍ لپاره په لیکو کې انتظار باسي.

ډیری جنګیالیو چې د رویټرز سره یې خبرې کړي، په کابل کې د طالبالنو له واکمن کیدو دمخه هیڅکله کابل ته نه وو راغلي او اکثر یې لیواله وو چې په ټول افغانستان کې خپلو وظیفو ته د تللو دمخه ددغو تفریحي پارکونو لیدنه وکړي.

XS
SM
MD
LG