د لاس رسي وړ اتصالات

یوې اونۍ کې ۲۵۲ افغان سرتېري وژل شوي- دفاع وزارت


ولسي جرګې افغان امنیتي مشران وربللي وو چې د امنیتي حالاتو په اړه معلومات ورکړي
ولسي جرګې افغان امنیتي مشران وربللي وو چې د امنیتي حالاتو په اړه معلومات ورکړي

د افغانستان د دفاع وزیر وايي چې په یوې اونۍ کې له طالبانو سره په جنګ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ۲۵۲ منسوبین وژل شوي او ۳۶۳ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ (مۍ ۷) د دفاع وزیر طارق‌ شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزی وربللي وو چې د امنیتي حالاتو او را روانو پارلماني او ولسوالیو د شوراګانو د امنیت د چمتوالي په اړه معلومات ورکړي

د دفاع وزیر بهرامي وویل چې د ثور میاشتې له نهمې څخه تر شپاړسمې نیټې پورې د "افغان ځواکونو ۲۵۲ منسوبین، چې په کې د ملي اردو ۱۳۱ سرتیري، ۱۱۵ پولیس او شپږ تنه د ملي امنیت ریاست منسوبین شامل دي،" وژل شوي دي.

په ژوبل شویو کې بیا ۲۰۹ افغان سرتېري، ۱۱۷ پولیس او ۳۷ د ملي امنیت کارکوونکي دي.

د طالبانو تلفات

ښاغلي بهرامي همدغه راز وویل چې بیا په همدغې مودې کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په جنګ جګړو او عملیاتو کې ۴۹۹ طالبان وژلي دي او ۷۹۹ نور ژوبل کړي دي. نوموړي وویل چې ۷۷ وسله وال طالبان هم ژوندي نیول شوي دي.

هغه وویل افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د طالب وسله والو پر ضد عملیات کوي، چې په خبره یې دا مهال د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې دغه عملیات روان دي.

ټاکنې او امنیت

په همدې حال کې دافغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس برمک وویل چې د نوملیکنو د مرکزونو د امنیت ساتلو لپاره یې شاوخوا ۷۲۰۰ پولیس په دندو ګمارلي او تر څنګ یې په هر مرکز کې دوه سرتېري هم شته.

ښاغلي برمګ وویل چې وسله طالبان تر پخوا اوس ډېر مجهز شوي دي او په خبره یې تر شا یې د سیمې درې هېوادونه ولاړ دي.

نوموړ د کوم هېواد نوم وانخیست، مګر افغان چارواکو پاکستان او ایران له طالبانو سره په مرستو تورنوي، په دې وروستیو کې روسیه هم له طالبانو سره په مرستې تورنه شوې ده. خو دغه هېوادونه دا تورونه نه مني.

ښاغلي بهرامي دا خبره هم وکړه چې وسله والو طالبانو۳۶ افغان ځواکونه ژوندي هم نیولي دي. امنیتي چارواکو وویل چې په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونه تر پخوا زیات شوي دي. طالبانو څو ورځې مخکې د "خندق" په نامه عملیات پیل کړل.

XS
SM
MD
LG