د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني خواجه عمري ولسوال او ۹ سرتیري طالبانو برید کې وژل شوي


د غزني ولایتي چارواکي وايي په تیرو دوو ورځو کې وسله والو طالبانو د دغه ولایت پر دوو ولسوالیو ډله ییز بریدونه کړي.
د غزني ولایتي چارواکي وايي په تیرو دوو ورځو کې وسله والو طالبانو د دغه ولایت پر دوو ولسوالیو ډله ییز بریدونه کړي.

د غزني ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه ناوخته د طالبانو په یو برید کې د دغه ولایت د خواجه عمري ولسوال او د ولسوالۍ اوه افغان امنیتي منسوبین وژل شوي دي.

د غزني امنیه قوماندان جنرال محمد زمان امریکا غږ اشنا راډيو سره په مرکه کې وویل، چې تیره شپه په دوو بجو په لسګونو وسله والو طالبانو د خواجه عمري د ولسوالۍ پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل، چې د وسله والو طالبانو د درنو وسلو په ډزو کې د دغې ولسوالۍ ولسوال علي دوست شمس او د ولسوالۍ اوه نور امنیتي کارکوونکي ووژل شول.

جنرال محمد زمان وویل، له څو ساعتونو جګړو وروسته وضعیت د افغان ځواکونو له خوا کنټرول شو او سیمې ته د تازه دمو ځواکونو په رسیدلو وسله وال طالبان له دغې سیمې شاته وتمبول شول.

د غزني د ولایتي شورا یو غړي خالقداد اکبري، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د خواجه عمري په ولسوالۍ کې د تیرې شپې په جګړو کې د دغې ولسوالۍ د امنیت مدیر، د پولیسو د امنیه قوماندانۍ د اداري مرستیال، او د پولیسو لس سرتیرې وژل شوي دي.

ښاغلي اکبري وویل " د جګړې له پیل شاوخوا دوه ساعته وروسته، چې کوم کمکي ځواکونه، چې دغې سیمې ته د مرستې لپاره ورروان وو، د لارې به اوږدو کې د طالبانو له کمین سره مخ شول، چې د ماین په چاودنه کې دوه سرتیري ووژل شول".

ښاغلي خالقداد وویل، چې د خواجه عمري ولسوالۍ مرکز د شپې له دوو بجو څخه تر سهار پورې د طالبانو په لاس کې وو،چې بیا افغان ځواکونو له طالبانو بیرته ونیو.

د سیمې اوسیدونکو هم امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د تازه دمو سرتیرو په رسیدلو د ولسوالۍ د مرکز او نورو ودانیو له شاوخوا سیمو څخه وسله وال طالبان بیرته په شا شوي دي.

د غزني ولایتي چارواکو دا منلې، چې وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ څو خونو ته اور هم اچولی دی.

د غزني ولایتي چارواکې ادعا کوي، چې په دې جګړو کې طالبانو ته هم د سر دروند زیان رسیدلی دی.

د غزني د ولایتي چارواکو د ادعا له مخې د تیرې شپې په جګړو کې د طالب وسله والو ۲۷ جسدونه لا هم د جګړې په ډګر کې پراته دي.

وسله والو طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه د دغې جګړې په اړه لیکلي، چې په دغو جګړو کې د خواجه عمري د ولسوال په ګډون د افغان پولیسو شل سرتیري هم وژل شوي دي.

همداشان طالبانو ویاند ویلي، چې په دې عملیاتو کې د خواجه عمري د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ ،د امنیه قوماندانۍ ودانۍ او درې نورې پوستې د دغې ډلې د وسله والو لاس ته ورغلي دي.

طالبانو ویلي چې په دې جګړو کې د دغې ډلې درې وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

په تیرو دوو ورځو کې دا دوهم ځل دی، چې وسله وال طالبان د غزني په ولایت کې د ولسوالیو د مرکزونو د نیولو لپاره پراخه عملیات ترسره کوي.

اوړمه شپه هم وسله والو طالبانو د غزني د ولایت د زنه‌خان د ولسوالۍ د مرکز د نیولو لپاره پراخه بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو د مقاومت وروسته بیرته په شا شول.

XS
SM
MD
LG