د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د غني خان مقبره جوړوي 


د غني خان قبر د خیبرپښتونخوا په چهارصده کې دی
د غني خان قبر د خیبرپښتونخوا په چهارصده کې دی

افغان حکومت پلان لري چې د پښتو ژبې د مشهور فلسفي شاعر عبدالغني‌ خان مقبره جوړه کړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د نوي هجري شمسي کال د نمانځنې په مراسمو کې دا اعلان وکړ. ښاغلي غني ژمنه وکړه چې د باچا خان د عدم تشدد د غورځنګ د سلیمې کلیزې د نمانځلو تر څنګ به «د غني خان مقبره به افغانستان ولس او دولت په ګډه جوړوي».

راپورونه وايي چې تېره اونۍ په پیښور کې د افغانستان د قونسلګرۍ چارواکي د هغه زیات ته ورغلي وو او د مقبرې جوړولو لپاره يې د عوامي نشل ګوند له چارواکو څخه د یو ساختماني ډیزان د ترتیبولو غوښتنه هم کړې ده.

یو شمیر فرهنګي فعالین د افغان حکومت له خوا د غني خان د مقبرې جوړول ښه او مناسب اقدام ګڼي.

د افغان ملي غورځنګ په نوم د یو ټولنیز حرکت مرکزي غړی عطاالله حیران وايي چې جمهور رئیس غني د غني خان د مقبرې د جوړولو بریکړه د مارچ په دویمه د پاکستان د خیبرپښتونخوا او بلوچستان له ایالانو څخه کابل ته راغلو سیاسي مشرانو سره په کتنه کړې وه.

ښاغلي حیران وویل: " دغه ډول کارونه ښه دي ددې ترخوا د پښتونخوا فرهنګیان او لیکوالان د مختلفو ستونزو سره مخ دي... خو دغو کارونو ته یې هم پاملرنه غواړو."

د لوی افغانستان د تحریک مشر جمیل وقار وايي، چې غني خان په ټولو افغانانو باندې حق لري او د افغان حکومت دا اقدام به د پښتنو قومونو په نږدیوالي کې مرسته وکړي.

خان عبدالغني خان په ۱۹۱۴ کې د خیبرپښتونخوا د اشنغر په سیمه کې وزېږېده، په ۱۹۹۶ کې مړ او په چهارصده کې خاورو ته وسپارل شو.

غني خان د عبدالغفار خان زوی و چې د خپلې شاعرۍ اولیکوالې له امله یې په پښتنو کې شهرت موندلی دی.

افغان حکومت په جلال اباد کې د خان عبدالغفار خان مقبره، چې د تیرو شاوخوا دریو لسیزو څخه د زیاتې مودې لپاره یې ساختماني کارونه بند پاتې وو جوړه کړې او ټاکل شوې، چې ژر به د جمهور رئیس غني له خوا په مقبره کې جوړ شوی کتابتون پرانیستل شي.

په همدې حال کې ولسمشر غني همدغه راز وویل چې له ازبکستان سره په ګډه به د احادیثو د دوو مشهورو عالمانو «امام بخاري» او «امام مسلم» کلیزې به په تاشکند او کابل کې نمانځي.

همدغه راز هغه ژمنه وکړه چې د «علي شیر نوايي» او د «نظامي ګنجوي» د کارنامو په باب به سیمینارونه هم جوړي.

XS
SM
MD
LG