د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له پاکستان سره د کرکټ د دریو شل اوریزو سیالیو مهالوېش اعلان کړ


د افغانستان کرکټ بورډ د سه شنبې په ورځ مارچ اومه (کب ۱۶) اعلان وکړ چې د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې به د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې په دریو شل اوریزو لوبو کې د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلي کوربه توب وکړي.

دا په خپل ډول د دوو ګاونډیو هیوادونو د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ لومړی سیریز دی چې ترسره کیږي. د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې هغوی به په خپل کوربه توب روان فصل د پاکستان په وړاندې په سیریز سره پیل کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان په کوربه توب د ۲۰۲۳ -۲۰۲۴ د نړیوالو لوبو لړۍ د پاکستان په وړاندې په دریو شل اوریزو لوبو پیلیږي چې لومړۍ لوبه به د مارچ په ۲۵، دویمه په ۲۷ او دریمه په ۲۹ نیټه ترسره شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف له افغانستان سره د لوبو د کولو له امله د پاکستان د پریکړې هرکلی کړی دی.

نوموړي ویلي: " له تېرې څه مودې راهیسې مو په پر له پسې توګه له پاکستان کرکټ بورډ سره خبرې اترې او بحثونه وکړل. د پاکستان کرکټ بورډ له موږ سره لوبو ته ډېره لېوالتیا وښوده چې موږ یې ستاینه کوو."

ټاکل شوې وه چې افغانستان په همدې لوبغالي کې د مارچ په میاشت کې د خپلو لوبو فصل د استرالیا د کرکټ د ملي لوبډلي په وړاندې په یوې یو ورځنۍ لوبه پیل کړي خو د آسترالیا کرکټ بورډ پر افغان میرمنو د طالبانو د محدودیتونو له امله له افغانستان سره خپله لوبه لغوه کړه.

د استرالیا کرکټ بورډ همدارنګه د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې د ورته دلیل له امله له افغانستان سره په خپل کوربتوب یوه ټسټ لوبه لغوه کړه.

افغانستان له پاکستان سره په مختلفو ټورنمنټونو کې درې نړیوالې شل اوریزې او څلور یو ورځنۍ لوبې کړي خو دا به لومړۍ ځل وي چې د دواړو لورو ترمنځ د لوبو سیریز ترسره کیږي.

دغه سیریز په داسې حال کې ترسره کیږي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په فبروري میاشت کې له متحدو عربو اماراتو څخه د دریو لوبو لړۍ دوه د یو په مقابل کې وګټله.

XS
SM
MD
LG