د لاس رسي وړ اتصالات

نړۍ کې د داعش بریدونه: په ۲۰۲۱ کې افغانستان تر ټولو زیات ځپل شوی


د اسلامي دولت د ډلې یا داعش د بریدونو ارزونه ښیي چې دغې ډلې په ۲۰۲۱ کې د بل هر هیواد څخه د افغانستان خلک زیات قرباني کړي او کارپوهان خبرداری ورکوي چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته پدې هیواد کې د داعش شتون مخ په زیاتیدو دی.

د میر امیت د استخباراتي اطلاعاتو او تروریزم په نامه د یو اسرائیلي څیړنیز مرکز د رپوټ په اساس د اسلامي دولت ډلې په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې ۳۶۵ تروریستي بریدونه کړي دي. پدغو بریدونو کې ۲۲۱۰ تنه وژل شوي چې د ۲۰۲۰ کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي. په ۲۰۲۰ کې ددې ډلې په ۸۲ بریدونو کې ۸۳۵ تنه وژل شوي وو.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د داعش - خراسان ډلې پدې هیواد کې د یو شمیر بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی چې په زیات شمیر بریدونو کې طالبان په نښه شوي وو، خو ملکي وګړي هم په کې وژل شوي او ټپیان شوي دی.

د دعش ستر برید د تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې د کابل هوایي ډکر ته نژدې وشو چې په کې د ۱۳ امریکايي سرتیرو په ګډون ۱۷۰ تنه ووژل شول.

په وروستي مورد کې د داعش – خراسان ډلې په هرات کې د تیرې اونۍ د مرګوني برید مسولیت ومانه چې په کې اوه تنه مړه او یو شمیر نور ټپیان شول.

د امیر امیت مرکز په رپوټ کې چې د څه دپاسه یوې لسیزې راهیسې یې په نړۍ کې د داعش بریدونه څارلي، راغلي دي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت زیاتوالی (په ځانګړې توګه د کال په دوهمه نیمایي کې) ددې هیواد څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو، د پخواني نظام د ړتګیدو او د طالبانو د واکمن کیدو وروسته شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان چې په افغانستان کې ملکي تلفات ارزوي تر اوسه د ۲۰۲۱ کال لپاره خپل وروستی رپوټ ندی خپور کړی، خو ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمایي کې رپوټ ورکړی و چې لږ تر لږه ۱۶۵۹ ملکي افغانان وژل شوي او ۳۵۲۴ تنه ټپیان شوی دي.

ملګرو ملتونو ددغه مرګ ژوبلې پړه ۳۹ په سلو کې په طالبانو او ۱۰ فیصده په د اسلامي دولت په ډلې یا داعش اچولې ده.

ملګرو ملتونو حتا د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو دمخه د داعش-خراسان څانګې په بریدونو کې د ملګي مرګ ژوبلې د زیاتیدو خبر ورکړی و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) رپوټ ورکړی چې د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمایي کې د داعش په بریدونو کې څه دپاسه ۱۲۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۱۵ تنه زخمي شوي دي چې د ۲۰۲۰ کال د د عین مودې په پرتله ۴۵ فیصده زیاتوالی ښیي.

څیړونکي خبرداری ورکوي چې ددې ترهګرې ډلې فعالیت یو ځل بیا مخ په زیاتیدو دی.

د ملګرو ملتونو د شمیرو او نورو رپوټونو په اساس دغې ډلې د ۲۰۱۵ کال راهیسې چې د افغانستان په ختیځ کې راټوکیدلې د ۲۲۰۰ کسانو د وژنې او د شاوخوا پنځه زرو کسانو د ټپي کیدنې سبب شوې ده.

د داعش د خراسان څانګې په عمومي توګه په افغانستان کې د په شیعه میشتو ټولنو، جوماتونو، ښوونځیو او د اړسیدنې پر ځایونو بریدونه کړي دي. دغې ډلې همداشان خبریالان، د مدني ټولنې فعالین او روغتیایي کارکوونکي هم په نښه کړي دي.

د بشري حقونو ډلې وایي چې د داعش-خراسان ډلې بریدونه د بشر ضد جنایات دي.

اوس مخ په زیاتیدونکې اندیښنې شته چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد قوي عملیانو د نه شتون په صورت کې داعش پدې هیواد کې د بیرته راټوکیدو او مرګونو بریدونو د ترسره کولو لپاره ښه چاپیریال ترلاسه کړی دی.

داعش په ۲۰۲۱ کې په نړیواله کچه ۲۷۰۵ بریدونه دکړي دي چې په نتیجه کې یې ۸۱۴۷ تنه وژل شوي دي.

عراق د افغانستان وروسته د داعش په بریدونو کې د خپلو ۲۰۸۳ تنو وګړو بایللو سره په دوهم ځای کې راغلی دی.

په یوه تازه پیښه کې د کردانو په مشرۍ ځواکونو او د اسلامي دولت د ډلې یا داعش جنګیالیو په نښتو کې چې د سوریې په شمال ختیځ کې د یو زندان په شاوخوا کې شوي څه دپاسه ۷۰ تنه وژل شوي دي. پدې زندان کې په زرګونو کسان د داعش سره د تړاو په تور ساتل کیږي.

XS
SM
MD
LG