د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د کابل د چاودنو مسولیت په غاړه واخیست


د داعش د خراسان تروریستي ډلې نن د ډسمبر په ۱۱ (لیندۍ ۲۰) د کابل په لودیځ کې د تیرې ورځې د چاودنې د کولو ادعا وکړله چې د طالبالنو د حکومت د معلوماتو په اساس دوه تنه په کې وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د " سایټ د اطلاعاتو ډله" خبري پاڼې چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري، د داعش – خراسان ډلې له قوله لیکلي چې د تیرې ورځې د دریو چاودنو په ترڅ کې چې د کابل پر مسافر وړونکو بسونو شوې، په لسګونو شیعه مذهبه افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې پر شیعه مذهبو د داعش د بریدونو په زیاتیدو د بشري حقونو ډلې په وار وار اندیښنه ښودلې ده.

د داعش ډلې تیره میاشت هم د کابل په دشت برچې کې پر یو میني بس موټر باندې د ورته برید مسولیت په غاړه اخیستی و چې په کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي وو.

د اکتوبر په میاشت کې دغې ډلې د کندهار په ولایت کې د شیعه مذهبو پر یو جومات باندې د یو ځانمرګي برید مسولیت منلی و چې په کې لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي وو.

د کندز په ولایت کې هم په یو ورته برید کې دغې ډلې لږ تر لږه ۴۶ لمونځ کوونکي ووژل او څه دپاسه ۱۴۰ تنه نور یې ټپیان کړي وو.

په افغانستان کې د طالبانو دواکمن کیدو وروسته د اګست د میاشتې له وروستیو څخه د داعش ډلې پدې هیواد کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG