د لاس رسي وړ اتصالات

د کانونو د غیر قانوني کیندنو د مخنیوي نوې هڅې


د کانونو او پټرولیم وزارت مسؤلین وايي، په ټول افغانستان کې د غیر قانوني کیندنو د ارزونې بهیر پيل کړی دی.

د دغه وزارت سرپرستې نرګس نهان د چهارشنبې په ورځ د «غبرګولې پر ۲۹مه» خبریالانو ته وویل، چې د دې ترڅنګ د یاد وزارت لخوا د کانونو د ایستلو پر نقشې هم کار پیل شوی چې د اوږمهال لپاره د حکومت لخوا د کانونو ایستل او د سهم لرونکو رول په برکې نیسي.

نوموړې زیاته کړه چې د کانونو د قانوني کیندنې او د غیر قانوني کیندنو د مخنیوي په هدف د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې سروې او څېړنې پيل شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې اغلې نرګس نهان وویل:"موږ د څلورو ولایتونو راپورونه وروستي کړي دي اوس مو د ملي امنیت شورا ته لېږلي دي، په ټولو هغو سیمو کې چې غیر قانوني کیدنې کېږي، موږ پيژندلي دي او د منرال ډول مو یې هم پيژندلی دی".

نوموړې زیاته کړه چې د کانونو د قوانینو او هایدرو کاربونونو په نوي کېدو سره هغه ستونزې هم هواري شوي چې مخکې د پانګې د لاسه وتلو او کان کیندنو په برخه کې موجودې وې.

هغې وویل:"موږ د کانونو ایستلو مقرره هم وروستۍ کړې ده، اوس یې یوه کاپي عدلیې وزارت ته تللې ده، هغوی ورباندې کار کوي، تمه لرو چې په څو اونیو کې کابینې ته وړاندې شي تر څو موږ وکولای شو منظوري یې واخلو".

دغه وزارت پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د کانونو غیر قانوني کیندنو په اړه په وار وار اندېښنې ښودل شوي دي.

XS
SM
MD
LG