د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې نیپال څخه هم لوبه وګټله


نوين الحق څلور لوبغاړي وسوځول چې درې یې په دریو پرلپسې توپونو وو، کرکټ کې یې هېټرېک بولي
نوين الحق څلور لوبغاړي وسوځول چې درې یې په دریو پرلپسې توپونو وو، کرکټ کې یې هېټرېک بولي

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د ۲۰۱۸ کال د غوراوي په سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له نیپال څخه وګټله.

لوبه د پنجشنبې په ورځ ( جولاۍ ۲۰) په سینګاپور کې وشوه، د لوبې پچه نیپال وګټله خو افغانستان ته یې د منډو بلنه ورکړه.

افغانستان نیپال ته ۱۹۰ منډو هدف وټاکه، خو د نیپال ټوله لوبډله په ۲۶ اورونو کې ۴۶ منډې وکړې او ټوله لوبډله یې وسوځېدله. افغانستان دا لوبه په ۱۴۱ منډو وګټله.

افغانستان په دغو سیالیو کې مالیزیا او سنګاپور ته هم ماتې ورکړې وه. افغانستان به له دغو لوبډلو سره یوه یوه بله لوبه هم کوي، او په دغو څلورو لوبډلو کې چې هره لوبډله اوله شوه، نړیوال جام ته ځي.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپل فیسبوک کې لیکلي چې په نننۍ لوبه کې ابراهيم ځدراڼ ۴۳، نويد عبيد۳۳، طارق ستانکزي ۲۷، نوين الحق ۲۰ او عمران محمدي ۱۸ منډې وکړې.

افغان ځوانانو د نیپال ټول لوبغاړي په ۴۹ منډو وسوځول
افغان ځوانانو د نیپال ټول لوبغاړي په ۴۹ منډو وسوځول

همدغه راز نوين الحق څلور لوبغاړي وسوځول چې درې یې په دریو پرلپسې توپونو وو، کرکټ کې یې هېټرېک بولي. مجيب ځدراڼ څلور، ظاهر پکتين او يوسف ځاځي هم یو-يو لوبغاړی وسوځول.

د افغانستان څلورمه لوبه د دوشنبې په ورځ له سنګاپور سره ده.

د ۱۹ کلنو نړیوال جام په ۲۰۱۸ کال کې په نیوزلنډ کې کیږي چې ۱۶ لوبډلې په کې برخه لري. د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله څو وارې په نړیوال جام کې لوبېدلې او له ځينو قوي لوبډلو یې لوبې هم ګټلې دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG