د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز د بمبارۍ خپلواکه پلټنه د کابل-واشنگټن اجازه غواړي


د بې سرحده ډاکترانو د روغتون پر ودانۍ باندې برید روغتون د ١٢ کارکوونکو په گډون د ٢٢ تنو د وژنې او د لسگونو تنو د ټپي کیدو سبب شوی دی.
د بې سرحده ډاکترانو د روغتون پر ودانۍ باندې برید روغتون د ١٢ کارکوونکو په گډون د ٢٢ تنو د وژنې او د لسگونو تنو د ټپي کیدو سبب شوی دی.

په سویس کې د حقیقت موندنې یو نړیوال کمیسیون د امریکا او افغانستان موافقې ته انتظار دی چې د کندز د روغتون د بمبارۍ په اړه پلټنه وکړي.

د بې سرحده سرحده ډاکترانو سازمان ویلي دي چې له یوې نړیوالې بشري کمیټې څخه یې غوښتي چې په کندز کې ددې سازمان پر روغتون باندې د امریکایي ځواکونو د بمبارد په اړه پلټنه وکړي.

د بې سرحده ډاکترانو د سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د IHFFC په نامه د حقیقت موندنې نړیوال کمیسیون به دا پلټنه ترسره کړي، خو په دې هکله چې کوم بنسټ یا هیواد دا پلټنه غوښتې ده، جزئیات نه دي ذکر شوي.

دې سازمان همداشان ویلي دي غواړي ومومي چې آیا د موسسو او د بشري ټولنو د کارکوونکو د مصونیت په هکله جنگي قواعد په عمل کې بدل شوي دي او که نه.

د کندز د روغتون د بمبارۍ په هکله د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د بخښنې غوښتنې او د افغانستان د حکومت او امریکایي پوځیانو له خوا د گډې پلټنې له وعدې سره سره د بې سرحده ډاکترانو سازمان په دې هکله په ناپیلې ټینگار کړی دی.

د بې سرحده ډاکترانو سازمان ویلي دي چې د متحده ایالاتو، ناتو او د افغانستان د حکومت په داخلي پلټنو تکیه نه شي کولای. دې بنسټ همداشان ویلي دي چې بخښنه غوښتل بسیا نه کوي او باید ددې پیښې تیاره زاویې روښانه شي او په ډاگه شي چې څه او ولې پیښ شوي دي.

اوس په سویس کې د حقیقت موندنې نړیوال بشري کمیسیون چې د امریکا د متحده ایالاتو او افغانستان حکومتونو ته یې په رسمي توگه لیکونه استولي دي د دې دوو هیوادونو موافقې ته انتظار باسي چې پلټنه پیل کړي.

د روان کال د اکتبر په دریمه د کندز په ښار کې د بې سرحده ډاکترانو د روغتون پر ودانۍ باندې د امریکایي پوځیانو هوایي برید د دې روغتون د ١٢ کارکوونکو په گډون د ٢٢ تنو د وژنې او د لسگونو تنو د ټپي کیدو سبب شوی دی.

XS
SM
MD
LG