د لاس رسي وړ اتصالات

دانش:جمهور رئیس د تقنیني فرمانونو د صادرولو صلاحیت لري


د افغانستان د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش، د جمهور رئيس غني د تقنیني فرمانونو د صادرولو په اړه د ملي شورا د یوشمیر غړو انتقادونو ته په اشارې وویل، د جمهور رئیس غني له خوا د تقنیني فرمانونو صادرول، له مقننه قوې سره د تقابل او د د دغې قوې په چارو کې د مداخلې په معنی نه ده.

ښاغلي دانش چې د پنجشنبې په ورځ د جزا قانون د تفسیر د مخ کتنې په غونډه کې وینا کوله وویل، چې حکومت د درې‌ګونو قوو د تفکیک اصل او د مقننه قوې ځای ته درناوی لري، خو د اساسي قانون له مخې جمهور رئیس په خاصو شرایطو کې د تقنیني فرمانونو د صادرولو صلاحیت لري.

خو د ولسي جرګې غړي عبدالروف انعامي امریکا غږ ته وویل، چې د دغې جرګې د رخصتیو پر مهال ۹۴ تقنیني سندونه ولسي جرګې ته استول شوي، چې په کې ۵۷ تقنیني فرمانونه، ۲۰ د قانون طرحې او لس نړیوالې معاهدې شاملې دي.

د افغانستان مشرانو جرګه وايي، چې د ولسي جرګې له خوا استول شوي ټول تقنیني اسناد له ځنډ پرته د سناتورانو له خوا تر کار لاندې نیول شوي او په تیرو درېیو میاشتو کې یې اوه نړیوال میثاقونه او څلور قوانین تصویب کړي دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئيس فضل‌هادي مسلمیار له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، چې اوسمهال له دوی سره هیڅ داسې تقنیني سند پاتې نه دی، چې په اجنډا کې شامل شوی نه وي.

د حقوقي چارو کارپوهان د تقنیني چارو په نیمګړتیاو کې دواړه حکومت او ولسي جرګه ګرم ګڼي او وايي، ملي شورا په دې برخه کې لازم ظرفیت نه‌لري او حکومت هم دغې تشې ته په کتو له اساسي قانون څخه ناوړه استفاده کړې ده.

د افغانستان د عدلیې وزارت د معلوماتو په اساس، په روان لمریز کال کې یې ۷۵ تقنیني سندونه د قوانینو کمېټې، کابینې او ملي شورا ته د اجراتو لپاره استولي دي.

XS
SM
MD
LG