د لاس رسي وړ اتصالات

هند افغانستان ته ۲۲۵ هدف وټاکه


افغانستان خپله شپږمه لوبه د نړیوال جام د روانو سیالیو د یو غښتلي ټیم هند سره کوي.

هند په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته د ۲۲۵ هدف ورکړ، منډو هدف ورکړ.

د شنبې د ورځې په لوبه کې (جون۲۲) هند د پچې له ګټلو وروسته خپله د منډو کولو پرېکړه وکړه. هندي لوبغاړي د لوبې له پیله په ډېر احتیاط سره ولوبېدل، ښايي‌ د افغانستان د وروو توپ‌ اچوونکو مجیب،‌راشد او نبي سره ورته د احتیاط سپارښتنه شوې وي،‌ خو رحمت شاه هم نن ښه باولینګ وکړ.

مجیب الرحمن د هند د سر تکړه لوبغاړی روحیت شرما په یوه منډه وسوځو خو بیا ورسته د هغوی بل لوبغاړي راهول او کپتان یې ویرات کوهلي‌ ښه ملګرتیا وکړه.

محمد نبي دواړه کوهلي او راهول وسوځول، په ۶۷ منډو او راهول په ۳۰ منډو.

مجیب الرحمن په ۱۰ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه. راشد خان په ۱۰ اورونو ې ۳۶ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځوه. ګلبدین او محمد نبي‌دوه دوه کسان وسوځول.

اوس به معلومه شي چې دا هدف د افغان لوبغاړو لپاره څومره لوی هدف دی؟

XS
SM
MD
LG