د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ۶۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت کرنیز پروګرامونه عملي کوي


افغان حکومت په پام کې لري، چې کرنې په برخه کې خصوصي سکتور پانګونې ته وهڅوي.
افغان حکومت په پام کې لري، چې کرنې په برخه کې خصوصي سکتور پانګونې ته وهڅوي.

د افغانستان حکومت وايي، چې په وروستیو کلونو کې د کرنې سکتور ته پاملرنه ډیره شوې او په اوس وخت کې د کرنې وزارت له خوا د منظور شویو او د ډیزاین لاندې کرنیزو پروګرامونو ارزښت ۶۵۰ میلیون ډالرو ته رسیږي.

افغان حکومت د پنجشنبې په ورځ (سیپټیمبر ۱۴) د کرنې په سکتور کې د پانګوالو د ستونزو د لرې کولو او له هغوی سره د همکارۍ لپاره 'د کرنې په برخه کې د پانګوالو د هڅولو او ملاتړ' په نوم یو کنفرانس جوړ کړ.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر په دغه کنفرانس کې وویل، چې کرنه د افغانستان د ناخالصه تولیداتو شاوخوا ۳۱ فیصده جوړوي او د دغه هیواد نږدې ۷۵ فیصده وګړي په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کرنې د سکتور په مختلفو برخو کې ښکیل دي.

د ښاغلي ضمیر پر وینا، په تیرو دوه نیمو کلونو کې د کرنې په برخه کې د اغیزمونو پروګرامونو په عملي کولو سره، دغه وزارت له همکارو موسسو او نړیوالې ټولنې څخه د ۵۱۰ میلیون ډالر نوې بودیجې په ترلاسه کولو بریالی شوی دی.

هغه وویل "شاوخوا د ۶۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت پروګرامونه د ډیزاین او منظورۍ په حال کې دي، یوه عمده برخه یې د نړیوال بانک، آسیايي بانک او زموږ د ډونرانو له خوا تمویل کیږي. شاوخوا ۴۰۰ میلیون به یې په مشخص ډول له خصوصي ستکور سره په مستقیمو همکاریو کې وي".

ښاغلي ضمیر زیاته کړه، چې په ۲۰۱۵ عیسوي کال کې، د دغه هیواد اقتصادي وده ۱ فیصد وه، خو په ۲۰۱۶ کال کې ۲.۲ فیصدو ته لوړه شوې ده، چې د نړیوال بانک د څیړنو له مخې په دې برخه کې تر ټولو زیاته ونډه د کرنې د سکتور وه.

د افغان حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په دغه کنفرانس کې وویل، د کرنې په برخه کې پانګونه او د مارکیټ د غوښتنو په پام کې نیولو سره، د افغانستان کرنیز تولیدات له بهرنیو محصولاتو سره ښه سیالي کولی شي.

اجرائيه رئيس وویل افغان پانګوال جدي ملاتړ ته اړتیا لري او ټینګار یې وکړ، چې پانګوالو ته د ځمکې او کرنیز پورونو برابرول، کورنیو او بهرنیو مارکیټونو ته د لار موندلو زمینه مساعدول او د ترانزیتي ستونزو له منځه وړل هغه عمده مسایل دي چې مسولیت یې د حکومت په غاړه دی.

هغه د افغانستان د کرنیزو محصولاتو کیفیت ته په اشارې وویل "کورني تولیدات که د لبنیاتو په برخه کې وي که د نورو محصولاتو په برخه کې وي، د کیفیت له لحاظه له هر بهرني تولید سره سیالي کولی شي، خو د کیفیت د ساتلو په برخه کې د پانګوالو د پاملرنې غوښتونکي یو".

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې له شاوخوا شپږ کلونو راهیسې مرستندویو هیوادونو، موسسو او په خپله افغان حکومت د کرنې سکتور ته پاملرنه زیاته کړې ده.

ښاغلي عبدالله د دغه کنفرانس له ګډونوالو او د کرنې په سکتور کې له پانګوالو څخه وغوښتل، چې د کرنې په برخه کې خپلې ستونزې په څرګند ډول د حکومت لوري ته وړاندې کړي. هغه ژمنه وکړه، چې حکومت به خپلو امکاناتو ته په کتو د هغوی ستونزې حل کړي.

XS
SM
MD
LG