د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له آیرلنډ څخه لوبه او سیریز دواړه وګټل 


نن د افغانستان او آیرلنډ تر منځ د ۵۰ اوریزو سیالیو د دریو لوبو لړۍ په دوه بریاو سره وګټله.

د لوبې پیل کې آیرلنډ لومړۍ توپوهنه وکړه او د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۵۰ اورونو کې ۲۵۹ منډې وکړې.

د آیرلنډ په لوبډله کې پال سټرلنګ په ۱۳۲ توپونو باندې د ۴ شپږیزو او ۱۲ څلوریزو په مرسته ۱۲۸ منډې وکړې. همداراز کورتز کمپر ۴۷ او هیری تیکتور ۲۴ منډې وکړې.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې نوین الحق ۴ او مجیب الرحمن ۳ کسان وسوځول. نایب او راشد بیا یوه یوه ویکټه واخیستله.

نوین الحق په خپلو ۱۰ اورونو کې ۴۲ او مجیب ۴۶ منډې ورکړې.

د آیرلنډ په ځواب کې د افغانستان لوبډلې د ۲۶۰ منډو هدف په ۴۶ اوور کې پوره کړ.

د افغانستان دواړه اوپنر توپ وهونکي رحمان الله ګربز او جاوید احمدي د افغانستان په ۴۸ منډو کې وسوځیدل او لوبې ګتلو ته د آیرلنډ هیلې پیدا شوې خو له هغه ځایه بیا رحمت شاه او حشمت الله شهیدي د څلورمې ویکټې لپاره د ۱۸۴ منډو ملګرتیا تر سره کړه.

رحمت شاه په ۱۰۹ توپونو باندې د ۲ شپږیزو او ۱۰ څلوریزو په مرسته ۱۰۳ او حشمت الله شهیدي بیا په ۱۰۰ توپونو باندې د یوې شپږیزې او ۸ څلوریزو په مرسته ۸۲ منډې جوړې کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی هم د سلیزې له کبله رحمت شاه وټاکل شو.

ټاکل شوې د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ دریمه او د دغو یو ورځنیو لوبو وروستۍ لوبه د جنورۍ په ۲۶ نیټه په ابوظهبي کې تر سره شي.

XS
SM
MD
LG