د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډله هند ته ولاړه


لوبډله به په هند کې تمرینات وکړي
لوبډله به په هند کې تمرینات وکړي

د افغانستان کرکټ‌ بورډ وايي‌ د ۱۹ کلنو لوبډله د اسیا جام سیالیو ته د چمتوالي لپاره هند ته ولاړه.

دا لوبډله په دې وروستیو کې د افغانستان د ځينو بېلابېلو سیمو، کلپونو او لوبډلو څخه غوره کړل شوي دي.

د بورډ اعلامیه وايي چې په لوبډلې کې ۱۵ لوبغاړي دي او درې نور احتیاطي لوبغاړي هم په کې شامل دي چې د ضرورت پر وخت به له لوبډلې سره یو ځای شي.

لوبډله به لومړی پنځه ورځنی تمریناتي کمپ کوي بیا به له نیپال، هندوستان او د هندوستان NCA له ۱۹ کلنو لوبډلې سره تمریناتي لوبې وکړي.

له تمریناتي لوبو او تمریناتو وروسته به به دغه لوبډله په ۲۵ نېټه بنګله دیش ته سفر کوي چېد ۱۹ کلنو په په اسيايي سياليو کې ولوبیږي. لومړۍ لوبه یې د سپټمبر په ۲۹ نېټه د اماراتو، دویمه لوبه یې د اکټوبر په لومړۍ نېټه د نيپال او درېیمه لوبه د هندوستان سره دي.

په آسیايي سیالیو کې د اسیا غوره لوبډلې برخه لري. په همدې حال کې ټاکل شوې چې د آسیا کپ سیالۍ هم د سپتمبر په ۱۵ نیټه پیل شي. په دغو سیالیو کې د هند، پاکستان، سرېلنکا، افغانستان، بنګله دېش او هانک کانګ ملي‌لوبډلې لوبیږي.

XS
SM
MD
LG