د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان، هند او جنوبي‌ افریقا د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلو سیالۍ


د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ټیم تېره اونۍ هند ته ولاړه
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ټیم تېره اونۍ هند ته ولاړه

هند د افغانستان او جنوبي‌ افریقا د ۱۹ کلنو د کرکټ لوبډلو د څلور اړخیزو سیالیو کوربه دی.

دا لوبې د هند د کېرالا ایالت د ټرېوينډرم په ښارکې کیږي. د افغانستان اوله لوبه د سه شنبې په ورځ (مارچ۵) د هند د ۱۹ کلنو له ب لوبډلې سره او دویمه لوبه یې د پنجشنبې په ورځ د هند د ۱۹ کلنو له الف لوبډلې سره دي.

افغان کرکټ لوبډله به د را روانې شنبې په ورځ (مارچ۹) د جنوبي‌ افریقا د کرکټ د ۱۹ کلنو له لوبډلې سره سیالي‌ وکړي. د ځوانو لوبډلو دغه لوبې د ۵۰ اورونو دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د ۱۹ کلنو افغان لوبډله دغو سیالیو ته پوره چمتو ده او هیله ده چې ښې لوبې وکړي او ویې ګټي. د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله تېره اونۍ د هند د کېرالا ایالت ته ولاړه چې دغو لوبو ته تمرینونه وکړي.

دا لوبې د ۱۹ کلنو د آسیا کپ او ۱۹ کلنو د نړیوال جام سیالیو لپاره د چمتوالي یو پړاو بلل کیږي. د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې په تېر نړیوال جام کې د پاکستان او نیوزلنډ په ګډون یو شمېر غښتليو ټیمونو ته ماتې ورکړه خو په نیمه پایلوبې کې یې پر آسترالیا وبایلله.

دا لوبډلې د ملي ټیم ځای ناستې‌ بلل کیږي، په دې مانا چې له دغو ټیمونو څخه غوره لوبغاړي‌ موندل کیږي‌ او بیا ملي لوبډلو ته پېژندل کیږي. د افغانستان د ۱۹ کلنو د لوبډلې ځینې پخواني‌ لوبغاړي‌ دا مهال د افغانستان په ملي ټیم کې دي.

راشد خان، ‌مجیب الرحمن، ظاهر خان ،حضرت الله ځاځی او حشمت الله شهیدي او د ۱۹ کلنو له لوبډلې ملي ټیم ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG