د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ ځوان لوبغاړی دروېش رسولي وپېژنئ


دروېش رسولي وايي د خوښې لوبغاړی یې اصغر ستانکزی دی
دروېش رسولي وايي د خوښې لوبغاړی یې اصغر ستانکزی دی

د لغمان په ولایت کې زېږېدلی ۱۷ کلن دروېش رسولي ټول کرکټ په افغانستان کې دننه زده کړی دی.

دی ویکټ ساتونکی او ښې لاسی منډه جوړوونکی دی او د ۱۹ کلنو د لوبډلې غړی دی. هغه د امان الله خان په نامه د افغانستان په کورنیو سیالیو کې د سپین غر په لوبډلې کې ولوبېده، وځلېده او همدلته یې د ډېرو پام ځان ته واړوه.

ده د امو زون په خلاف په یوې لوبې کې ۱۳۰ منډې وکړې. د اګست په ۱۹، چې له انګریزانو د افغانستان د استقلال ورځ ده، د کورنیو سیالیو په پایلوبه کې یې د بست زون په خلاف ۶۸ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېده.

رسولي همدا څو اونۍ مخکې د ۱۹ کلنو د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې په یوې لوبې کې ۷۱ منډې وکړې او بلې لوبې کې ۳۲ وکړې او تر پایه هم ونه سوځېده.

د ملي لوبډلې لوبغاړی شفیق الله شفق دروېش رسولي د سړې سینې، تخنیکي او زړور لوبغاړی بولي. ښاغلي شفق امریکا غږ اشنا ته وویل" د رسولې د ښې لوبې له کبله سپین غر لوبډلې اتلولي وګټله. رسولي داسې لوبغاړی دی که سبا هم ورته په ملي ټیم کې چانس برابر شي، حاضر دی او استعداد یې لري".

دروېش رسولی د وروستیو کورنیو سیالیو په پایلوبه کې ۶۸ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېده
دروېش رسولی د وروستیو کورنیو سیالیو په پایلوبه کې ۶۸ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېده

ښاغلي رسولي امریکا غږ اشنا ته وویل "ما کرکټ په افغانستان کې پیل کړی او زده کړی دی. زیات زحمت وباسم، خپله خواري کوم او هیله مند یم چې خواري مې نتیجه ورکړي."

رسولي د ډېرو نورو ځوانانو په څېر هیله لري چې یوه ورځ د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډلې کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي. دی وايي " زه خپله خواري کوم، کوښښ کوم او هڅه کوم چې ښه لوبه وکړم. هیله مند یم چې یوه ورځ په ملي لوبډلې کې ولوبیږم".

دروېش رسولي وايي په ملي لوبډلې کې یې د خوښې لوبغاړی کپټان اصغر ستانکزی دی او په نړیوالو لوبغاړو کې بیا د روهیت شرما لوبه یې خوښیږي، دی معمولآ په پنځم نمبر لوبه کوي.

افغانستان، چې تازه د کرکټ د نړیوالې شورا غړی شوی دی، هڅه کوي چې خپل کورنی کرکټ ښه او ځوان استعدادونه پیدا کړي چې د کرکټ اینده یې خوندي شي. هغه هېوادونه چې کورنی کرکټ یې غښتلی دی او د ملي لوبغاړو تر څنګ ځوان لوبغاړي ولاړ دي، دا لوبه په کې ورځ تر بلې غوړیږي.

د ښاغلي رسولي تر څنګ دا مهال په افغانستان کې یو شمېر نور با استعداده ځوانان هم شته چې ملي لوبډلې ته د ورتګ لپاره هلې ځلې کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG