د لاس رسي وړ اتصالات

ګردیز او پېښور کې مظاهرې شوې


افغان مظاهره کوونکو د ډیورېنډ پر کرښې د پاکستان له لوري د هر ډول تاسیساتو جوړول وغندل
افغان مظاهره کوونکو د ډیورېنډ پر کرښې د پاکستان له لوري د هر ډول تاسیساتو جوړول وغندل

سلګونو کسانو د سه شنبې په ورځ د پکتیا په ګردېز کې د پاکستان پرضد مظاهره وکړه او د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې يې د پاکستان له لوري د تاسيساتو د جوړونې بندول وغوښتل.

مظاهره کوونکو سربېره پر دې چې د پاکستان پرضد يې شعارونه ورکول د هغه هېواد بيرغ ته يې اور هم واچاوه. یو لاریون کوونکي وویل ”موږ د پاکستان يوه دروازه هم نه منو‟.

پاکستاني چارواکي وايي له افغانستان سره پر پوله څلور امینتي دروازې جوړوي.

تر دغې مظاهرې یوه ورځ مخکې د دوشنبې په ورځ د پېښور په ښار کې بیا یو شمېر کسانو د افغان حکومت او پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو پر ضد مظاهره وکړه.

د امریکاغږ ډیوې خبریال حمیدالله وايي په دغې مظاهرې کې شاوخوا ۳۰ هټېوال راټول شوي وو، د ولسمشر محمد اشرف غني پر ضد یې شعارونه ورکړل او له هغه یې وغوښتل چې په پاکستان کې مېشت کډوال خپل هېواد ته وروغواړي.

دا مظاهرې داسې مهال کیږي، چې ټاکل شوې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو مشاور سرتاج عزیز به دا اونۍ په تاشکند کې د شنګهای د سرمشریزې په مهال د تورخم د ستونزې په اړه خبرې وکړې.

د امنیت شورا

په همدې حال کې د افغانستان د امنیت شورا په خپلې ورستۍ غونډې کې اسلام اباد ته د افغان پلاوي سفر وارزوه او د افغانستان په ځینو سیمو کې د ادعا له مخې د پاکستان د توغندیو بریدونه یې د ټولو نړیوالو اصولو خلاف وبلل.

د ارګ اعلامیه وايي، په غونډې کې ټېنګار وشو چې باید د تورخم ستونزه له ډيپلوماتیکو او معقولو لارو حل شي. همدغه راز د امنیت شورا د دواړو خواو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د یو ګډ میکانیزم په جوړولو هم تاکید وکړ.

په تورخم کې دا ستونزه له هغې وروسته پېدا شوه، چې پاکستان د دروازو او تاسیساتو په جوړولو لاس پورې کړ او افغان ځواکونو یې مخه ونیوله.

د دواړو خواو په ډزو کې درې افغان او یو پاکستاني سرتېري ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG