د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان کډوالو یوه ډله امریکا ته د مهاجرت د ځانګړو ویزو د پروسې بشپړولو لپاره فلیپین ته ورسیده


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د افغان کډوالو یوه ډله د مهاجرت د ځانګړو ویزو (اېس ای وي) د پروسې بشپړولو په موخه، د دوشنبې په ورځ، جنورۍ شپږمه (مرغومي ۱۷مه)، د فلیپین پلازمینې مانیلا ته ورسیده. تمه ده چې دغه کډوال به له دې ځایه متحده ایالاتو ته لاړ شي او هلته به ځای پرځای شي.

فلیپیني چارواکو تیر کال له واشنګټن سره هوکړه کړې وه، چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو (اېس ای وي) د پروسس کوربه توب وکړي. د دې هوکړې له مخې، یو محدود شمېر افغان اتباع به مهاجرت د ځانګړو ویزو د ترلاسه کولو پروسې تر بشپړیدو پورې، په فلیپین کې پاتې شي.

د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، هغه افغانان چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو (اېس ای وي) مستحق ګڼل شوي، په بېلابېلو هېوادونو لکه پاکستان او قطر کې د ویزې د بهیر د بشپړېدو په تمه مېشت پاتې دي.

د فلیپین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ترزیتا دازا پدې اړه وویل، چې دغو افغانانو ته فلیپین ته د داخلیدو ویزې ورکړل شوې دي. نوموړې زیاته کړه چې یاد افغانانو له راتګ وړاندې د امنیتي پلټنو او بشپړو طبي معایناتو پړاوونه بشپړ کړي دي.

نوموړې زیاته کړه، چې متحده ایالتونو د دې افغانانو د استوګنې، خوراک څښاک، ځای، امنیت، طبي خدماتو او ټرانسپورټ ټول لګښتونه پر غاړه اخیستي دي.

د فلیپین چارواکو د دې افغانانو د شمېر او په دغه هېواد کې د پاتې کېدو د مودې په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو ویل شوي چې د فلیپین د قوانینو له مخې، د ویزو غوښتونکي نشي کولای له ۵۹ ورځو څخه زیات په دغه هېواد کې پاتې شي.

تېر کال د فلیپین یوه لوړپوړي چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي و، چې د مانیلا او واشنګټن تر منځ د دې ځانګړې هوکړې له مخې، یوازې له ۱۵۰ تر ۳۰۰ کسانو ته به په دغه هېواد کې د اوسیدو اجازه ورکړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن، په لومړی ځل په ۲۰۲۲ کال کې د دې هوکړې په اړه له خپل فلیپیني سیال سره خبرې کړې وې. همدارنګه، د امریکا ولسمشر جو بایډن، تېر کال د فلیپین له ولسمشر فردیناند مارکوس جونیور سره د دې موضوع په اړه خبرې کړې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ربعه کې (د جنورۍ څخه تر مارچ پورې)، ۹۳۱۴ افغان اتباعو ته د اس ای وي ویزې ورکړل شوي دي او همداراز، ۱۹۰۴۵ نورو کسانو د دې ویزې لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.

د متحده ایالاتو رسمي شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۲۶۵۰۰ افغانانو ته د مهاجرت ځانګړې ویزې ورکړل شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

دا پداسې حال کې دی، چې ګڼ شمېر مدني فعالان، طالبان د هغو افغانانو په نښه کولو او نیولو تورنوي چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو (اېس ای وي) ویزو مستحق دي. خو سره له دې، متحده ایالاتو په تېرو درېو کلونو کې چې طالبان په افغانستان واکمن دي، د دې ویزو مستحق کسان تخلیې ته دوام ورکړی دی.

د متحده ایالاتو کانګرس په ۲۰۰۸ کې د افغان متحدینو د ساتنې لایحه تصویب کړه، چې دې اقدام د 'اس ای وي' پروګرام پلي کولو ته زمینه برابره کړه. د دې پروګرام له مخې، هغه افغان ژباړونکي چې د متحده ایالاتو پوځ یا د متحده ایالاتو د حکومت لپاره یې کار کاوه ، کولای شي په متحده ایالاتو کې د دایمي استوګنې یا شین کارت [ګرین کارت] غوښتنه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG