د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني پولیسو ۵۰ افغانان د غیرقانوني مهاجرت په تور کراچۍ کې زنداني کړي 


د پاکستان د سند ايالت په پلازمېنه کراچۍ ښار کې د جولای پر څلورویشتمه ۵۰ افغانان نيول شوي. دغه افغانان له کراچۍ څخه د سړک له لارې په بس کې پېښور ته روان وو چې د کراچۍ په ملير سيمه کې د ګډاپ تاڼې پوليسو د "غيرقانوني کډوالۍ" په تور نيولي او د نهو ورځو راهیسې د کراچۍ په جېل کې زنداني دي.

په کوهاټ کې مېشت افغان کډوال نظر خوږياڼي چې د خوږياڼو قومي مشر دی امريکا غږ ته وويل: "د جولای په ۲۶مه زما حجرې ته افغان کډوال راغلل ويل چې د هغوی د کورنۍ غړي له کراچۍ څخه د پیښور-کوهاټ پر لاره ورک شوي. ما معلومات تر لاسه کړل چې هغوي ورک نه بلکې د کراچۍ په ګډاپ تاڼې کې نيول شوي".

د نومړي په وينا، "په نيول شويو کسانو کې يو پينځلس کلن عمران هم دی چې له افغانستان څخه د لاس پرېکولو د پاره پاکستان ته راغلی." هغه زياتې کړه چې د عمران په پاکستان کې درملنه روانه ده اوس یې د هغه لاس پرېکولو خو په لارې نيول شوی. "

د تورخم له لارې په ويزه راغلی د عمران پلار ګلا خان امريکا غږ ته وويل: "د عمران د لاس په پېښور کې دوه عمليات شوي خو اوس د ننګرهار ډاکټرانو پاکستان ته حواله کړ چې هلته به لاس ځينې پرې کوي. د پاکستان سفارت ما ته ويزه راکړه خو د عمران ويزه نه لګېده". نومړي وېره څرګنده کړه چې په جېل کې د عمران د لاس مرض نور بدن ته انتقال نشي.

د افغان کډوالو لپاره مدني فعال صديق افغان امريکا غږ ته وويل: "په نيول شويو کسانو کې اکثريت کوچني ماشومان او ښځې دي کوم چې په پېښور او کوهاټ کې خپلو کورونو ته روان وو او ځينو ته بيا په افغانستان کې توصیه شوې چې په پاکستان کې درملنه وکړي."

په عادي شرایطو کې هره ورځ زیات شمیر افغانان د تورخم او چمن له لارې د د‌رملنې دپاره پاکستان ته مخه کوي. خو اوس، د نظر خوږياڼي په وينا: "د پاکستان سفارت دوې درې مياشتې ویزې نه ورکوي او خلک مجبوریږي چې د درملنې لپاره په غير قانوني توګه پاکستان ته راشي".

نوموړي امريکا غږ ته زیاته کړه: «په نيول شويو کسانو کې له يو کال څخه تر اتو کلونو پورې ماشومان دي، تر ۲۵ کاله عمر پورې پېغلې دي، ډېری پکې ښځې دي، دوه پکې ناوې دي او د ځينو اوس ودونه وو، چې له ډېرو څخه د پاکستان پوليسو قانوني اسناد پټ کړي او د 'غيرقانوني کډوالۍ' په تور يې بندي کړي».

د بنديانو د را خوشې کولو لپاره د عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او مدني فعالانو خپلې هلې ځلې پیل کړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سند ايالت وياند صديق افغان امريکا غږ ته وويل: "په کراچۍ کې د پوليسو د پاره د پيسو ګټلو تر ټولو غوره ذریعه د افغانانو نيول او ځورول دي." هغه زياته کړه: "دا يواځې نن نه بلکې په ورځني بنياد افغانان نيول کېږي او بيا له سلهاوو څخه تر زرهاوو روپۍ ځينې اخیستل کېږي".

مدافع وکیل ولي ازاد امريکا غږ ته وويل: "د پاکستان فارنر اېکټ ۱۹۴۶ د قانون له مخې د درملنې لپاره د ډاکټر له اسنادو سره روغتون ته پر تللیو بنديز نه شته، چې کله یې درملنه وشي بيا هغه بهرنیان تر پولې اړول کېږي."

امریکا غږ په دې اړه د ځایي چارواکو د نظر اخیستو هڅه وکړه خو تر دې دمه يې له هغوي څخه کوم جواب ترلاسه نکړ.

دا پداسې حال کې دي چې د جولای په ۲۷ د بلوچستان ايالت شېراني په سيمه کې ۲۴۴ افغانان نيول شوي وو چې ځينو د پاکستان قانوني اسناد هم لرل.

افغان کډوال مدني فعالانو د پاکستان له چارواکو غوښتنې کړې چې د درملنې په خاطر له افغانستان څخه راتلونکي ناروغانو ته دي د چټکو ويزو اسانتياوې برابرې کړي چې بيا څوک په غلا تر پولې نه را اوړې او د «نادرا» لخوا څخه ورکول شوي د «افغانستان تابعيت کارتونه» په نامه سند لرونکي ځورول دي بند کړل شي.

XS
SM
MD
LG