د لاس رسي وړ اتصالات

بنیت: افغانان دي د بشري حقونو په اړه اندېښنې زما دفتر ته واستوي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي له افغانانو څخه غوښتي چې د بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې د هغه دفتر ته وسپاري.

ریچارد بنیت د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۳ (لړم لومړۍ) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې افغانستان ته د خپل سفر په اوږدو کې یې د څو ولایتونو د بېلابېلو ټولنو د ښځو او مدني ټولنو له استازو سره کتلي دي.

هغه همدارنګه زیاته کړې چې د پنجشېر ولایت استازو نوموړي ته په دغه ولایت کې د طالبانو اړوند کسانو لخوا د ملکي وګړو ځپلو او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه شکایت کړی دی.

هغه زیاته کړې: "پنجشېریانو د خپلواکو سرچینو د تحلیل په تائید سره، په دغه ولایت کې د جګړې پرمهال د ملي مقاومت جبهې د جنګالیو د ټکان ورکوونکي چلند په اړه هم راته وویل... د افغانانو له ټولو ټولنو څخه غواړم چې د بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې زما دفتر ته واستوي.دا کولای شي چې په محرمانه توګه د دغه له لارې hrc-sr-afghanistan@un.org ولېږي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی د بشري حقونو د نقض مخنیوي او مسؤلینو د ځواب ویلو غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د معترضو مېرمنو جنبش پر ښاغلي بنیت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هغه پنجشېر ولایت ته د سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو سره لیدلي دي. دغه جنبش درې ورځې مخکې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د بشري حقونو د وضعیت په اړه باید له خلکو سره خبرې وشي.

په اعلامیه کې راغلي: "ښاغلي بنیت باید د پنجشېر له خلکو سره چې له طالبانو څخه ځوریږي خبري کړي وای او له هغوی څخه یې اورېدلي وای... دا به ښه وي چې له دغه خلکو سره لیده کاته او خبري وشي او د هغوی د ځورېدو په اړه راپور جوړ شي."

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو اړوند کسانو لخوا د محکمې له حکم پرته د وژنو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) دغه ولایت ته سفر وکړ.

پر همدې مهال ښاغلي بنیت ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو اړوند د ټولو اندېښنو په اړه به د اکتوبر پر ۲۶مه د ملګرو ملتونو په غونډه کې بحثونه وشي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ د اکتوبر پر ۱۹مه (تلې ۲۸) په افغانستان کې بشري وضعیت ډیر د اندیښنې وړ بللی و او ویلي یې و چې دا هیواد د یو جدي بحران سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG