د لاس رسي وړ اتصالات

سمنګان کې دډبرو د سکرو په یو کان کې ۲۷ تنه وژل شوي


سمنګان کی د سکرو یو کان (ارشیف)
سمنګان کی د سکرو یو کان (ارشیف)
د افغانستان د سمنګان په ولایت کې سیمه اییز چارواکيوايي د آب خورک دډبرو سکرو په کان کې د ۲۷ تنو کان کیندونکو مړي چې بند پاتې وو ، را ایستلي شوي دي.

د سمنګان ولایت د روی دو آب ولسوال عبادالله مجاهد امریکا غږ ته وویل په دغه کان کې شاوخوا ۴۸ کسان په کار بوخت وو چې د کان په لومړي دهلیز کې د چاودنې له امله کان پر راوغورځیدی.

د ښاغلي عبادالله په وینا له دغو کسانو څخه په لومړي دهلیز کې ۱۶ تنه سوځیدلي او ۹ تنه نور په دوهم دهلیز کې مسموم او مړه شوي دي.

سیمه اییزو چارواکي وایې تر اوسه پوري د ۱۶ تنو مړي له کان څخه ایستل شوي ، خو د ۹ تنو مړي په کان کې د زهرجن ګاز د خپریدلو له امله لا په دغه کان کې دننه پاتې دي.

امنیتي مسولین وايي له ۵۰ نه زیات د سیمې اوسیدونکي چې د معدن د کارکوونکو د ایستلو لپاره سیمې ته راغلي وو مسموم شوي. روغتیايي کارکوونکي یې اوس روغتون ته په انتقالولو بوخت دي.

د سمنګان امینه قوماندان محمد اکرم بیګزاد وايي چې د مړو به راایستو کې د مرستې لپاره یوه اندازه وسایل او پولیس سیمې ته رسیدلي دي.

په عین وخت کې د سمنګان ولایت روغتیايي کارکوونکيوايي د دوو تنو مسموم شویو کسانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی چې د سمنګان ولایتي روغتون ته لیږدول شويدي.

د سمنګان ولایت د آب خورک معدن د روی دو آب په ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د سمنګان ولایت جنوب ته دایبکو په لس کیلو مټرۍ کې پروت دی.

په سیمه کې عیني شاهدان واييچې کان کیندونکو د سکرو د راایستلو لپاره له جنراتورونو څخه کار اخیسته.د دوي په وینا په کان کې د چاودنې علت د برق شارتي وه.
.
ولسمشر کرزي حامد کرزي د سمنګان په ولایت کې په کان کې د ۲۷ تنو د وژل کیدو له امله خپله خواشیني څرګنده کړې ده.

د جمهوري ریاست لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر حامد کرزی ددغې پیښې له امله زیات خواشینی دی.

حامد کرزي د کانونو اوپطرولیم وزیر ته امرکړی چې په خپله او یا هم ددغه وزارت یو معین د پيښې سیمې ته لاړ شي او د پیښې په هکله پلټنه وکړي او لازم تدابیر د دغه راز پیښو د مخینوی لپاره ونیسي.

همدا راز ولسمشر کرزي امر کړی چې له سیمه اییزو مسولینو په همکارۍ د قربانیانو د کورنیو د غړو سره عاجلې مرستې وشي او د زخمیانو د درملنې لپاره هم اقدامات وشي.

له دې مخکې په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو د سکرو په معدن کې دې ته ورته پیښې د رامنځ ته کیدو له امله د سکرو د کان په لسګونو تونلونه د خلکو لخوا تړل شوي وو.
XS
SM
MD
LG