د خيبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ پر انتظامي مشر (ډپټي کميشنر) جاويد الله مسود د جنورۍ پر څلورمه (مرغومي ۱۵) تر وسله وال بريد وروسته پاړا چينار ته د سامان وړونکو موټرو کاروان له ځنډ سره مخامخ شوې او د هنګو ولسوالۍ انتظاميې د دغه کاروان موټر له ټل پوځي چاوڼۍ سره نژدې درولي دي.
د خيبر پښتونخوا ايالت د حکومت وياند بيرسټر محمد علي سيف د جنورۍ پر څلورمه په يو خپاره کړي بيان کې ویلي دي چې دا وخت يې حالات په کنټرول کې دي.
نوموړي زياته کړې ده: "زه باور درکوم چې موږ هڅه کوو چې لاره پاکه کړو او د خوراکي توکو کاروان تر پاړه چينار پورې په خوندي توګه و رسوو."
کورمه له کلونو راهيسې د فرقه ييزو جنګونو ښکار ده او هلته د امنيت پر ځاى کولو لپاره د شيعه او سني مشرانو ترمنځ د جنورۍ پر لومړۍ نېټه (مرغومي ۱۲) د سولې تړون لاس ليک شوى وو خو بل خوا د جنورۍ پر څلورمه (مرغومي ۱۵) له بګن بازار سره نژدې ناپېژاندو وسله والو د کورمې پر انتظامي مشر (ډپټي کميشنر) جاويد الله مسود بريد وکړ چې پکې د نوموړي تر څنګ شپږ نور کسان ټپيان شول.
په پېښور کې خبريال او د سيمه ييزو چارو شنونکی شميم شاهد وايي چې دا پېښه د دې ثبوت ده چې دلته داسې قوتونه شته چې دلته امن نه غواړي.
نوموړي د جنورۍ پر څلورمه (مرغومي ۱۵) امريکا غږ اشنا ته وويل: "دا هغه قوتونه دي چې د تحريک طالبان په نامه يادېږي، هغه که په افغانستان کې دي او که په پاکستان کې دي، دا دواړه يو دي او دوی د امن خلاف پر يوه نړيواله اېجنډا کار کوي."
شميم شاهد زياته کړه چې تړونونه پخوا هم شوي دي خو د ده په وينا، هغه تل سبوتاژ شوي دي: "لکه څنګه چې د ۲۰۱۴ کال د ترهګرۍ ضد پلان باندې د پاکستان دولتي ادارو عمل و نه کړ او د ترهګرۍ لاره يې و نه نيوله نو دا ټولې خونړۍ پېښې کېږي. د کورمې د سولې تړون به هم هغه وخت کاميابي مومي چې کله دولتي ادارې په صحيح معنی د دايمي امن لپاره کار وکړي."
د خيبر پښتونخوا په کورمه کې څه باندې يوه مياشت وړاندې د شيعه او سني ډلو ترمنځ د تاوتريخوالي په نتيجه کې شاوخوا ۱۳۰ کسان ووژل شول او له ۲۰۰ زيات ژوبل شول، خو د جنورۍ پر لومړۍ نېټه (مرغومي ۱۲) د دواړو ډلو مشرانو د سولې تړون لاسليک کړ.
د تړون له مخې به د بندو لارو پر خلاصولو سربېره په ۱۵ ورځې کې د وسلو سپارلو تګلاره جوړېږي، د دواړو ډلو سنګرونه به ړنګېږي او بې کوره شوي کسان به خپلو سیمو ته ستنېږي. دا راز د ځمکو شخړې به د اسنادو له مخې هوارېږي او پر ټولنيزو شبکو به د کرکې خپروونکو کسانو پر ضد اقدامات کېږي.
په کورمه کې سنیان او شيعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمنځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسله والې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.
په دغه سیمه کې د سني او شيعه ډلو ترمنځ د نښتو لپاره دواړو خواو په غرونو، د سړکونو پر غاړو او مهمو ځایونو کې سنګرونه جوړې کړي دي او د جګړې پر وخت له دغو سنګرونو پر یو بل بریدونه کوي.
فورم \ دبحث خونه