د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د حماس تر کنترول لاندې غزې ته د واکسین لیږدولو اجازه ورکړه


د اسرائیل له هوکړې وروسته فلسطیني مقاماتو له دوو ورځو ځنډ وروسته د حماس تر کنترول لاندې غزې تړانګې ته د کروناویروس ضد واکسین لومړنۍ جوپه ولیږدوله.

دا پداسې حال کې دي چې فلسطیني مقاماتو دوه ورځې دمخه اسرائیل پدې تورن کړ چې د حماس تر کنترول لاندې غزې تړانګې ته د کروناویروس ضد واکسین د لیږدولو مخنیوی کوي. د اسرائیل له دغه اقدام سره د هغه هیواد د پارلمان غړو هم مخالفت کړی دی.

د فلسطین د روغتیا وزیرې مای الکایله په یوه اعلامیه کې ویلي چې فلسطیني مقاماتو ۲۰۰۰دوزه روسي سپوتنیک واکسین غزې ته انتقال کړي. د اسوشیتید پرس یو عکاس د غزې سرحد ته ددې واکسین سیدلو شاهد و.

د اسرائیل د دفاع وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اسوشیتیدپرس اژانس ته ویلي چې مقاماتو ددې کار سره موافقه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې «په غزه کې روغتیایي کړکیچ د اسرائیل په ګټه ندی.»

اسرائیل او مصر وروسته له هغې چې په ۲۰۰۷کال کې د حماس ډلې غزه خپل واک لاندې راوستله دغه سیمه یې تر محاصرې لاندې ونیوله. په غزه کې دوه میلیونه فلسطینیان ژوند کوي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې تر اوسه ۵۳زره کسان په غزه کې په کروناویروس اخته شوي او شاوخوا ۵۳۸ تنه پدې وجه مړه شوي دي.

د اسرائیل د پارلمان یو شمیر وکیلانو اندیښنه ښودلې چې هسې نه دغه واکسین د روغتیایي کارکوونکو پر ځای د حماس د ډلې غړو ته ورکړل شي.

د روسیې سپوتنیک واکسین په دوو دوزو کې تطبیق کیږي. په پیل کې دغه واکسین د ازمایلو د ضروري پړاونو د نه تیرولو په وجه له شک سره مخامخ و، خو وروستیو ازموینو وښودله چې دا واکسین هم ګټور او مصؤن دی.

د بشري حقونو ډلې وایي اسرائیل د یو اشغالګر قوت په توګه دنده لري چې خپل واکسین له فلسطینیانو سره شریک کړي. خو اسرائیل له دا ډول مسولیت نه ډډه کوي او وایي چې لومړیتوب یې خپل ولس دی.

د فلسطین ادارې په علني توګه له اسرائیل څخه د واکسین ترلاسه کولو غوښتنه نده کړې او وایي د روغتیا د نړیوال سازمان له لارې او د تولیدي شرکتونو د موافقې له لارې به د اړتیا وړ واکسین ترلاسه کړي.

خو بیا هم اسرائیل د روانې میاشتې په پیل کې فلسطیني مقاماتو ته د مودرنا شرکت ۲۰۰۰ډوزه واکسین ډالۍ کړ چې روغتیایي کارکوونکي واکسین کړي.

فلسطیني مقامات وایي ۱۰ډوزه روسي سپوتنیک واکسین یې ترلاسه کړی دی.

XS
SM
MD
LG