د لاس رسي وړ اتصالات

حلب ته تر ننوتو وروسته په سوریې کې یاغیان د بل ولایت په لور خوځیدلي


زرګونو یاغیانو شنبه نومبر ۳۰ (لیندۍ ۱۰) د سوریې د حلب ولایت ډیرې برخې ونیولې، په ښار کې دننه یې مرچلې ټینګې کړي او د دې ولایت نړیوال هوایي ډګر کنټرول یې هم تر لاسه کړی.

وسله وال او فعالین وایي چې د حلب ښار په نیولو کې یاغیان د لږ یا هیڅ مقاومت سره مخ نشول او اوس یاغیان د ګاونډي ولایت په لور خوځیدلي دي.

د سوریې د بشري حقونو څار ادارې چې مرکز یې په بریتانیې کې دی او په سوریې کې د کورنۍ جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره پراخې شبکې لري ویلي چې د یاغیانو مشري حیات تحریر الشام ډله کوي.

د څار ادارې ویلي چې یاغیانو د حلب نړیوال هوایي ډګر هم نیولی. دا لومړی نړیوال هوایي ډګر دی چې یاغیان یې په سوریې کې نیسي.

زرګونو وسله والو چې د سوریې د حکومت هیڅ مقاومت سره مخ نشول، د حما ښار ته ننوتل. دا ښار تر ۲۰۱۶ کاله پورې د یاغیانو په لاس کې و چې وروسته حکومتي ځواکونو وشړل خو د شنبې په ورځ د دې ښار ګڼ شمیر کلي او ښارګوټي ځل بیا د یاغیانو لاسته ورغلل.

ګمان دا دی چې وسله والو د کالونو راهیسې ددې تعرضي عملیاتو لپاره چمتوالی نیوه او د شمال لویدیځ څخه چې ددې یاغیانو قوي مرکز دی، دا تعرضي عملیات کړیدي.

د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد په سیمه ایز وخت شنبه ماښام دولتي خبري اژانس ته ویلي حکومت به یې د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا، یاغیانو او د هغوي د ملاتړو په خلاف جګړې ته دوام ورکوي.

اسد دا هم ویلي چې هیواد یې د دې عملیاتو مخه نیول شي.

ترکیه چې په سوریې کې د حکومت د مخالفینو یو مهم ملاتړی دی، وایي چې دیپلوماتیکې هلو ځلو یې ونشو کړی چې د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو باندې د سوریې د حکومتي ځواکونو د بریدونو مخه ونیسي.

دا حملې د جګړې کمولو لپاره د هغې موافقې څخه سرغړاونه وه چې د ترکیې، روسیې او ایران په منځګړتوب د یاغیانو او حکومت تر منځ شوې وه.

د ترکیې امنیتي چارواکو ویلي چې یاغیانو محدود تعرضي عملیات پدې خاطر کړي چې د حکومتي بریدونو مخه ونیسي او ملکیانو ته شرایط برابر کړي چې بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي خو دا چې د سوریې حکومتي ځواکونو خپل مرکزونه پریښودل، د عملیاتو ساحه هم پراخه شوه.

د عملیاتي مشري حیات تحریر الشام کوي، د ترکیې له ملاتړ برمخمن وسله وال هم پکې برخه لري. هغوي د چارشنبې په ورځ تعرضي عملیات پیل کړل، د ادلیب او حلب کلیوالې سیمې یې ونیولې او دوه ورځې وروسته د حلب ښار ته ننوتل.

یاغیانو په سیمه ایز وخت شنبه ماښام د حما په مرکزي ولایت کې څلور ښارګوټي ونیول او دا ادعا یې هم کړې چې د ولایت مرکز ته ننوتي دي.

د سوریې وسله والو ځواکونو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د حلب په ولایت کې د خلکو ژوندانه بچ کولو لپاره یې اضافي سرتیري او وسایل سیمې ته استولي دي او د ځوابي برید لپاره چمتوالی نیسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG